1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ایا پاکستان به په افغانستان کې لاسوهنې ته دوام ورکړي؟

۱۳۹۷ تیر ۸, جمعه

د تیرې چهارشنبې په ورځ د مالي چارو له پاره کاري ډلې یا «ایف. اې. ټي. ایف» پاکستان د ترهګرۍ د تمویلونکو هیوادونو په خړ لست کې شامل کړ. دې سازمان په پلازمینه پاریس کې د یوې اوونۍ ناستې وروسته په دې اقدام لاس پورې کړ.

https://p.dw.com/p/30YJS
Zu Weihnachten gab es in Peschawar eine erhöhte Präsenz der Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/dpa/AFP Photo/A.Majeed

د پاکستان یوې انګلیسې وتلې ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ په دې هکله په خپاره شوي خپل یوه رپوټ کې ویلي چې دغه اقدام په دې معنی دی چې د پاکستان مالي سیستم او نظام د «ستراتیژیکو نیمګړتیاوو» له امله نړیوال مالي نظام ته ګواښ پیدا کوي، ځکه پاکستان نه دی توانیدلی چې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي او همدا راز د پیسو د سپینولو په برخه کې لازم اقدامات عملي کړي.

د روان کال په فبروري میاشت کې د پیسو سپینولو د دغه نړیوال سازمان لخوا له افغانستان سره په ګاونډ کې پروت د جنوبي آسیا دغه هیواد یعنې پاکستان ته د درې میاشتو ضرب الاجل ټاکل شوی وو ترڅو په خپله خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د وچولو په برخه کې اقدامات عملي کړي. په دغه موده کې د پاکستان لخوا د عملي شوو اقداماتو تر مطالعې او ارزونې وروسته د پاکستاني چارواکو د هغو ادعاوو سربیره چې په خبره یې د اسلامپاله ډلو پر وړاندې اقدامات کړي، په دې سازمان کې د ۳۷ هیوادونو بلاک وموندله چې اسلام آباد د دوی د غوښتنو په برخه کې ډیر لږ ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې چې په دې نړیوال سازمان کې یوازې ترکیې او چین په خړ لست کې د پاکستان د شمولیت مخالفت وکړ چې د دې پریکړې د مخنیوي په برخه کې کفایت نه کوي. سعودي عربستان چې د پاکستان له ملاتړو هیوادونو څخه دی د همدې کال په فبروري میاشت کې له خپل پخواني اقدام په شا شو او د تیرې چهارشنبې په ورځ یې د رایې اچونې په لړ کې په خړ لست کې د پاکستان د شمولیت ملاتړ وکړ.

داسې انګیرل کیږي چې د ترهګرۍ د تمویلوونکو هیوادونو په خړ لست کې د پاکستان شمولیت به د پاکستان له وړاندې نه خراب اقتصاد له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي. د پاکستان اقتصاد په دې هیواد کې د ترهګریزو فعالیتونو له امله ډیرې ضربې لیدلې دي او د جنوب آسیا په دې هیواد کې د اقتصادي ستونزو سربیره لا له وړاندې د انرژۍ د کمښت یو بل بحران هم حاکم دی.

د مالي چارو له پاره کاري ډلې یا «ایف. اې. ټي. ایف» په دې خړ لست کې د پاکستان سربیره ایتوپیا، یمن، عراق، سوریه، سربیا، سریلانکا، ترینیداد، توباګو، ویناوتو او تونس هیوادونه شامل دي. د روان کال په فبروري میاشت کې بیا بوسنیا او هرزیګوینا له خړ لست څخه وایستل شول او د دې سازمان په سپین لست کې یې ځان ته ځای پیدا کړ. سربیره پر دې له دې وړاندې یو ځل مخکې هم پاکستان له ۲۰۱۲م کال نه تر ۲۰۱۵م کال پورې د دې سازمان په خړ لست کې شامل کړل شوی وو. که چیرته پاکستان د مالي چارو له پاره کاري ډلې یا «ایف. اې. ټي. ایف» د غوښتنو په اساس په اقداماتو لاس پورې نه کړي، په دې صورت کې به بیا تر ارزونو روسته پاکستان په تور لست کې اضافه کړل شي، داسې یو لست چې پکې اوسمهال یوازې ایران او شمالي کوریا ځای لري.

د پاکستان له خوا د ځان دفاع؟

د پاکستان موقتي د کورنیو چارو وزیر اعظم خان بیا پر امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هیوادونو باندې تور پورې کړې چې د دغې پریکړې په ترڅ کې یې فشارونه راوړي دي.

د پاکستان د امنیتي چارو یو کارپوه فدا خان په دې هکله د آلمان خبري اژانس ته ویلي چې د مالي چارو له پاره کاري ډلې یا «ایف. اې. ټي. ایف» سازمان دغه پریکړه به په افغانستان کې د سولې په برخه کې د ډیرې مرستې د غوښتنې په وخت کې پر اسلام آباد باندې فشارونه لا پسې ډیر کړي. فدا خان وویل: «پاکستان به اوس د اقداماتو د عملي کولو په برخه کې له فشارونو سره مخ شي.»

بل لوري ته بیا پاکستان چې اوس مهال حکومتي چارې یې یو موقت حکومت له دې امله پرمخ وړي ځکه دغه هیواد د جولای میاشتې په ۲۵ نیټه پارلماني ټاکنې په مخ کې لري. تر ټاکنو مخکې د یوې سني سخت دریځې ډلې مشر محمد احمد لودهیواني، د ترهګرو ډلو له داخلي لست څخه ایستل شوی دی. په دې ترتیب سره د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون به اوس د دې انتظار ولري چې د لودهیواني په مشري د اهل سنت والجماعت ډله به د جولای میاشتې په ټاکنو کې مبارزه وکړي.

د امریکا فشارونه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دې وروستیو کې پر پاکستان باندې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد د اقداماتو د عملي کولو په برخه کې فشارونه ډیر کړي چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې پر ناټو او افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي. د همدې روان کال په فبروري میاشت کې متحده ایالاتو د اونیو له پاره هڅې وکړې چې «ایف. اې. ټي. ایف» سازمان یو شمیر غړي هیوادونه دې ته متقاعد کړي چې پاکستان په داسې یو خړ لست کې شامل کړل شي چې نړیوال مالي نظام ته ګواښ پیښوي. آلمان، فرانسې او بریتانیا هم د دې اقدام ملاتړ کړی دی.

تیر کال ولسمشر ترمپ د افغانستان په هکله خپله تازه تګلاره اعلان کړه چې پکښې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په دې مبارزه کې د یوه ملګري پر ځای د یوې ستونزې په توګه یاد شوی. په ۲۰۱۸م کال کې ولسمشر ترمپ په خپل لومړي ټویټ کې لیکلي وو: «امریکا متحده ایالاتو په احمقانه توګه پاکستان ته د تیرو ۱۵ کلونو په موده کې له ۳۳ میلیارد ډالرو ډیرې پیسې ورکړې او دوی [پاکستان] بیا په بدل کې له درواغو او چل پرته څه نه دي راکړې او زموږ مشرانو ته یې د احمقانو په توګه فکر کړی. دوی هغو ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکوي د کومو پر ضد چې موږ په افغانستان کې د کمې مرستې باوجود جګړه کوو. دا به نور پیښ نه شي.»

په بروکس کې میشت پاکستانی خبریال او د دپلوماتیکو چارو کارپوه خالد حمید فاروقي دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «پاکستان د جنګیالیو پر وړاندې له اقدام پرته بله لار نه لري. خو اجازه راکړئ چې په دې هکله ډیر واضح ووایم چې نړیواله ټولنه د پاکستان له پوځي بنسټونو غواړي چې هر څه سم کړي، په دې برخه کې ملکي ادارې ته لارښونه نه ده شوې.»