1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران: اسرائيلي سفارتونه به «نور خوندي نه وي»

۱۴۰۳ فروردین ۱۹, یکشنبه

د ایران مذهبي رهبر د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اسرائيل سفارتونه «نور خوندي نه دي.» د اسرائيل دفاع وزارت د ایران د هر ډول احتمالي اقداماتو پر وړاندې د چمتووالي خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4eVwB
په دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ د ۲۰۲۴م کال د اپريل په لومړۍ نېټه حمله وشوه چې ايران ېې پړه پر اسرائيل وراچوي
په دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ د ۲۰۲۴م کال د اپريل په لومړۍ نېټه حمله وشوه چې ايران ېې پړه پر اسرائيل وراچويانځور: Omar Sanadiki/AP/dpa/picture alliance

د ایران دولتي خبري آژانس د ایران د مذهبي رهبر ایت الله علي خامنه يي مهم سلاکار یحی رحیم صفوي له قوله ويلي دي: «د صهیونیست رژيم سفارتونه نور په امن کې نه دي.»

تهران دغه خبرداری د اپریل په لومړۍ د سوريې په دمشق کې د ايران پر سفارت تر حملې وروسته کوي. تهران د دغې حملې پړه پر اسرائيل وراچوي چې په کې د ایران د سپاه پاسداران ۷ غړي ووژل شول.

د اسرائيل د دفاع وزارت دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وويل چې هېواد ېې د ایران د هر ډول سناریو په مقابل کې دفاع ته تیار دی. دغه اعلاميه له لوړپوړو پوځي چارواکو سره د دفاع وزير يوآف ګلانت د «عملیاتي وضعیت د ارزونې» تر ېوې غونډې وروسته خپره شوې ده.

د اسرائيل د دفاع وزارت دفتر ويلي، چې ګلانت ټينګار وکړ چې دفاعي تاسیسات د ایران هر ډول سناریو پر وړاندې بشپړې مقابلې ته چمتو دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب