1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران او پاکستان امنیتي او اقتصادي گډ کار پیاوړی کوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳, دوشنبه

پر سیمه ایزو کړکیچڼو سربیره ایران غواړي خپلي اړیکي له گاونډي هیواد پاکستان سره پیاوړي کړي. ایران په دا وروستیو کي له گاونډیو هیوادونو او همدارنگه چین او روسیې سره خپلي اړیکي پراخي کړي دي.

https://p.dw.com/p/4f3D8
Symbolbild Pakistan und Iran
انځور: Colourbox/A. Mijatovic

د جنوبي اسیا د اټومي ځواک درلودونکي دغه هیواد ته د ایراند ولسمشر ابراهیم رئیسي د لومړي رسمي سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو حکومتي استازو د دوشنبې په ورځ د همکارۍ مجموعاً اته تړونونه لاسلیک کړي دي. د پاکستان د دولتي تلویزیون د خبر له مخي، د نورو ترڅنگ د امنیت، اقتصاد، کلتور او قضا په برخه کي د گډ کار په هکله توافق سوی دی.

په دا وروستیو وختونو کي د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي له هغه وروسته ډېري سړې سوې چي د ایران سپاه پاسداران د پاکستانپه خاوره کي د دوی په خبره د افراطیونو اډې وویشتلې او د گاونډي هیواد پوځ د ایران په خاوره کي په هوايي بریدونو سره غبرگون وښود.

تهران پس له هغه د تاوتریخوالي د کمولو هڅه وکړه. ویل کیږي چي رئیسي هم چي د لوړپوړي هیئت له خوا بدرگه کیده، له دغه گاونډي هیواد سره د پخلایني په برخه کي هڅې کړي دي.

د دغو دواړو گاونډیو هیوادونو ترمنځ په مهمو اقتصادي موضوعگانو کي د گاز د یوه پایپ لاین پروژه هم شامله ده. د انرژي د پروژو دغه طرحې ۱۹۹۰ کال ته ورگرځي. د څه د پاسه ۲۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالي پلان سوي پایپ لاین سره، تهران غواړي پاکستان ته گاز صادر کړي.

په ایران کي د هغه زیربنا وختی لا بشپړه سوې خو د تهران په وړاندي د نړیوالو بندیزونو له امله هغه په پاکستان کي په تیرو وختونو کي په ټپه دریدلې وه.

Iran Pakistan Gas Pipeline 2013
د ایران او پاکستان ترمنځ د گازو د پایپ لاین پروژهانځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images

د بندیزونو له امله ایران له نړیوال مالي سیستم څخه قطع سوی دی. د هغه علت د ایران شخړه ایز اټومي پروگرام دی. په تیره بیا د امریکا متحده ایالات او اسرائیل پر تهران تور لگوي چی د اټومي وسلو د جوړولو له پاره هلي ځلي کوي.

ایران بیا دا هر څه ردوي او ټینگار کوي چي اټومي انرژي یوازي د ملکي مقاصدو له پاره کاروي. د محافظه کاره جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، په رهبرۍ د تهران حکومت په تیرو کلونو کي په سیمه کي له گاونډیو هیوادونو او همدارنگه چین او روسیې سره خپلي اړیکي پراخي کړي دي.

GP/NZ/AG