1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران تر ځمکې لاندي له نویو بالستیک توغندیو پرده پورته کړې

۱۳۹۷ بهمن ۱۹, جمعه

داسي ښکاري چې د بالستیک توغندیو پروګرام پر ضد د غربي نړۍ له انتقادونو سره همهاله، د ایران له خوا د نویو بالستیک توغندیو جوړول په اصل کې دغو انتقادونو ته یو ځواب وي. ایران بیا وايي چې توغندي یې دفاعي موخې لري:

https://p.dw.com/p/3D0lv
Iran: Rakete Dezful
انځور: picture-alliance/AP/Sepahnews

د ایران د اسلامي انقلاب د څلویښتمي کلیزي په مناسبت د دغه هيواد «سپاه پاسداران» گارد د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې ۷ نیټه) تر ځمکې لاندي په جوړو شویو تأسیساتو کې له ځمکې څخه ځمکې ته د ویشتونکو خپلو نویو توغندیو څخه پرده پورته کړه. د سپاه نیوز په نوم د دې ځواکونو اړوند خبري آژانس په حواله دغه نوي توغندي کولی شي چې تر ۱۰۰۰ کیلومترو واټن پورې سیمې په نخښه کړي.

په داسې حال کې چې پر ایران باندې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هیوادونو له لوري د توغندیو پروګرام د انکشاف او آزموینو د درولو غوښتنو زور اخیستی، د ایران له لوري د پوځي ځواک ښوول ښايي روان وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.

له ځمکې څخه ځمکې ته ويشتونکي دغه توغندي د ایران د سپاه پاسدارن ځواک قوماندان تورنجنرال محمد علي جعفري او د دې هیواد د هوايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال امیرعلي حاجي زاده په ګډه معرفي کړل.

حاجي زاده د نویو توغندیو د معرفي کولو پرمهال وویل چې د «دزفول» په نامه دغه نوي توغندي د «ذولفقار» په نامه د پخوانیو توغندیو تازه بڼه ده چې د تخريب ظرفيت يې تر هغوی دوه برابره ډیر دی. د ایران د هوايي ځواکونو قوماندان ډګر جنرال امیرعلي حاجي زاده همدا راز وویل چې پخوانیو توغندیو۷۰۰ کیلومتره واټن په نخښه کولی شوای.

بل لوري ته د فارس نیوز په نامه ایراني خبري آژانس د یادو توغندیو د معاینې پرمهال د دواړو پوځي قوماندانانو ویډیو خپره کړې چې پکې یاد توغندي تر ځمکې لاندې د توغندیو د تولید په تاسیساتو کې ښکاري.

د ایران د انقلابي ګارد قوماندان تورنجنرال محمد علي جعفري د توغندیو د معرفي کولو پرمهال وویل: «د ځمکې په عمق کې د توغندیو د تولید د تأسیساتو ښوول غربیانو ته یو ځواب دی... چې فکر کوي کولای شي په ګواښونو او بندیزونو سره به موږ خپلو موخو ته له رسیدو راوگرځولای شي.»

جعفري همدا راز زیاته کړه چې اروپایان زموږ د دفاعي ظرفیت د محدودولو په هکله خبرې کوي. په داسي حال کې چې هغوی دا جسارت لري چې له خپل تهاجمي قدرت څخه په ټوله نړۍ کي پر بې گناه انسانانو د يرغل په توگه کار واخلي».

په همدې حال کې د تیرې چهارشنبې په ورځ د ایران د هوايي ځواکونو قوماندان حاجي زاده په تهران کې یوه فورم یا د بحث ګډونوالو ته وویل چې «د ایران د توغندیو ځواک» اصلاً د مذاکرې وړ موضوع نه ده. نوموړي زیاته کړې: «د ګواښونو د مخنیوي دغه ځواک [ایراني توغندي] د هیواد له پاره جوړ شوي او موږ په هیڅ صورت په دې هکله له هیچا سره خبرې نه کوو.»

اروپايي ټولنې ته ګواښ

د ایران د پوځي چارواکو دغه څرګندونې په مستقیمه توګه اروپايي ټولنې ته راجع شوي دي. اروپايي ټولنې د روانې اونۍ په پیل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران څخه وغوښتل، څو د بالستیک توغندیو خپل فعالیتونه متوقف کړي. په یاده اعلامیه کې اروپايي ټولنې په سیمه ایزو شخړو کې د ایران د لاس وهني له کبله هم اندیښنې څرګندي کړي وې.

د اروپايي ټولنې دغه اعلامیه وروسته له هغې خپریږي چې د تیرې شنبې په ورځ ایران د «هویزه» په نامه د خپل نوي توغندي د بریالۍ ازموینې خبر ورکړ. د معلوماتو له مخې دغه توغندی د ۱۳۵۰ کیلومتره واټن د په نخښه کولو ظرفیت لري.

Iran Rakete Hoveizeh
انځور: Irna

اروپايي قدرتونه له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې د اتومي پروګرام پر سر شوي تړون ته متعهد دي خو د واشنګټن له لوري د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پرې کولو د ګواښونو له کبله تر فشار لاندې دي.

دغه فشارونه له هغه وروسته ډیر شول چې په وروستیو میاشتو کې د ترمپ ادارې له ایران سره له شوي تړون څخه د وتلو پریکړه وکړه او یو ځل بیا یې د ایران پر رژیم خپل اقتصادي بندیزونه وضع کړل.

د نورو دلایلو ترڅنګ، د ترمپ ادارې د ایران د بالتسیک توغندیو د پروګرام انکشاف او د توغندیو آزموینې ته ګوته نیولې وه. په ځواب کې ایران استدلال کوي چې توغندويي پروګرام یې دفاعي موخي لري او د اتومي سرګلولو د انتقال ظرفیت نه لري.

زموږ له آرشیف څخه: