1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د پوړني نه پر سر کولو په سبب د بند جزا

۱۳۹۸ فروردین ۲۶, دوشنبه

دوه کاله دمخه ویدا موحد د احتجاج په ډول پوړنی ایسته او بندي سوه. اوس بیا دغه ۳۲ کلنه په یوه کال بند محکومه سوه. خو پر دغو سختو مجازاتو سربیره د هغو ښځو شمیر مخ پر ډیریدو دی، چي پوړنی نه پر سرکوي.

https://p.dw.com/p/3GluO
Iran KW52 Protest
انځور: MyStealthyFreedom

دغه هرڅه دوه کاله مخکي د تهران ښار په دننه کي رامنځته سوه. لکه څنگه چي د ویدا موحد مدافع وکیل، پیمان دور افشان خبر ورکړ، د لانجمن رفتار او عامه بغاوت له کبله ویدا موحد اوس د یوې محکمې له خوا په یوه کال بند محکومه سوه. خو لکه څنگه چي هغه خبري آژانس ایرنا ته وویل، کیدلای سي دا د روحاني رهبر آيت الله علي خامنه ای له خوا وبخښل سي.

ویدا موحد ته په ټول ایران کي د پوړني د نه پرسرکولو احتجاجونو د مخکښي په سترگه کتل کیږي. ددې تر دغه اعتراضي عمل وروسته د ایران په ډیرو ښارونو کي بې شمیره ښځو د لنډ وخت له پاره خپل پوړني لیري او د هغه تصاویر او ویدیوگاني یې په اجتماعي شبکو کي خپاره کړل.

Iran Frauen protestieren gegen Kopftuchzwang
انځور: picture-alliance/abaca/SalamPix

دغه اعمالو د ټولي نړۍ پاملرنه ځانته راجلب کړه، خو د ایران په روحاني کړیو کي بیا د نفرت او نارضایتۍ سبب سول. لږ تر لږه ۳۰ ښځي په دې ارتباط بندیاني سوې.

په ایران کي باید نجوني د ۹ کلنۍ څخه په عامه محضر کي پوړني پر سر کړي او یو اوږد بالاپوښ او یا کمیس واغوندي، تر څو خپل وریښتان او بدن په پټ کړي. د پوړني پرسرکول که څه هم په ایران کي له ۴۰ کلونو راهیسي یو مکلفیت دی، خو اکثریت ښځي بیا ددې کار مخالفي دي.

په خاص ډول په لویو ښارونو کي د پوړني د نه پر سرکولو تر کمپاین وروسته په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ډیري ښځي لیدل کیږي، چي پوړنی نه پر سرکوي او ورځ په ورځ هم دا ډول ښځي ډیریږي.

پولیس د هغوی په خبره نه سي کولای په یوه عمل لاس پوري کړي، ځکه بیا به نو هره ورځ په سلونو ښځي بندیاني کوي.

Q.N/N.Z (dpa,afp)

زموږ له آرشیف څخه: