1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: له امریکا سره نه خبرې کوو او نه جګړه

۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای، ویلي چې هیواد به یې له امریکا سره خبرې و نه کړي. خامنه ای زیاته کړې ده چې د ایران اقتصادي ستونزې یوازې د بندیزونو له کبله نه دي، بلکه خراب اقتصادي مدیریت هم په دې برخه کې نقش لري.

https://p.dw.com/p/337GY
Ali Chamenei - Führer der Islamischen Republik Iran
انځور: Tasnim

ایت الله خامنه ای د دوشنبې په ورځ له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې اترې رد کړې خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو تر منځ به جګړه هم ونه شي.

خامنه ای د خپل رسمي تویتر ټولنیزې پاڼې له لارې وویل: «په وروستیو وختونو کې امریکایي چارواکي زموږ په اړه خشنې خبرې کوي. د بندیزونو تر څنګ هغوی د جګړو او خبرو اترو په اړه غږیږي. »

هغه زیاته کړې: «اجازه راکړئ چې په دې اړه خلکو ته یو څو خبرې وکړم. جګړه به و نه شي او موږ به له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې هم و نه کړو.»

تر دې مخکې خامنه ای په ایراني تلویزیونو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ویلي وو چې امریکا متحده ایالات «هیڅ کله هم خپلو خبرو او ژمنو ته وفادار نه پاتیږي».

خامنه ای د ایران په سیاست کې وروستۍ خبره کوي او د هغه له خوا له امریکا سره د مذاکراتو ردیدو په دې برخه کې راپیدا شوې هیلې له منځه وړي. په وروستیو وختونو کې ترمپ ویلي وو چې چمتو دی له ایران سره وغږیږي.

امریکا متحده ایالات په مې میاشت کې له ایران سره له نړیوال اتومي تړون څخه ووت او په دې ترتیب یې پر دغه هیوادو باندې له سره بندیزونه وضع کړل. د بندیزونو له نوي کیدو سره د ایران اقتصاد زیانمن شوی دی او د پیسو ارزښت یې لا پسې لویدلی دی.

له بلې خوا د ایران مذهبي مشر د دې هیواد ولسمشر حسن روحاني، ته په خبرو کې ویلي دي چې د ایران اقتصادي ستونزې یوازې د بندیزونو له کبله نه دي رامنځ ته شوي، بلکه په خبره یې په دې برخه کې ناسم اقتصادي مدیریت او اداري فساد هم نقش لري.

هغه زیاته کړه: «پر عادي ایرانیانو باندې ناسم اقتصادي مدیریت د بندیزونو په پرتله ډیر فشار راوړي. زه دا خیانت نه ګڼم، خو په نظر مې په مدیریت کې یوه لویه اشتباه ده.»

تر دې مخکې خامنه ای ویلي وو چې ایران کولای شي له ښه مدیریت او پلان سره د بندیزونو پر وړاندې مبارزه وکړي. ایران په همدې موخه له اداري فساد سره د مبارزې په موخه د ځانګړو محکمو د جوړولو پریکړه کړې ده چې هدف به یې د دغه شان دوسیو څیړل وي.

sm/sn (AFP, AP, Reuters)