1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: په مظاهرو کې ۱۲ کسان وژل شوي دي

۱۳۹۶ دی ۱۱, دوشنبه

د ایران دولتي تلویزیون د دوشنبې په ورځ وویل چې د یکشنبې ورځې په مظاهرو کې۱۲ کسان وژل شوي دي. په ایران کې د یکشنبې په ورځ د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې وشوې چې په ځينو سیمو کې له تاوتریخوالي سره مل وې.

https://p.dw.com/p/2qBcr
Iran Teheran Porteste
انځور: Getty Images/AFP/STR

د ایران په مشهد ښار کي د لوړو بيوو پرضد مظاهرې د پنجشنبې په ورځ پيل شوې او د یکشنبې تر ورځو پورې د هیواد نورو ښارونو ته وغځیدلې او په یوه سیاسي اعتراض باندي بدلي شوې.

د ایران دولتي تلویزیون د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې یو شمیر وسله والو مظاهره کوونکو غوښتل چې د پولیسو پوستې او پوځي مرکزونه ونیسي چې له کبله یې مرګژوبله رامنځ ته شوه. د رپوټ له مخې لس کسان د یکشنبې په ماښام د نښتو په پایله او دوه تنه نور بیا د ایران په لویدیځه برخه کې، وژل شوي دي: «یو شمیر وسله والو کسانو هڅه وکړه چې د پولیسو یو شمیر پوستې او پوځي مرکزونه ونیسي خو د امنیتي ځواکونو له سخت مخالفت سره مخامخ شول.»

په ایران کې د روانو لاریونونو په ترڅ کې په ټول ایران کې په لسونو زرو کسان واټونو ته راوتلي دي. دا په ۲۰۰۹م کال کې د اصلاحاتو په موخه تر ترسره شويو لاریونونو وروسته، په ایران کې تر ټولو پراخ اعتراضونه دي. د دوشنبې په ورځ د لا ډیرو اعتراضونه غوښتنه وشوه او له همدې کبله د دې چانس چې په ایران کې دې موجود وضعیت لا پسې وغځیږي، ډیر شوی دی.

ایران د اوپیک سازمان یو پیاوړی غړی دی، او یو قوي سیمه ایز قدرت بلل کیږي، خو په وروستیو وختونو کې په دې هیواد کې سیاسي ستونزې رامنځ ته شوې دي. له بلې خوا بیا ایران د سوریې او عراق په شخړو کې هم په ژوره توګه ښکیل دی.

د نورو هیوادونو په کړکیچونو کې د ایران ښکیلتیا هم په دې هیواد کې غوسه راپارولې ده، ځکه ډیر ایرانيان د دې غوښتنه کوي چې حکومت دې د نورو هیوادونو پر ځای په خپله ایران کې د کار او روزګار زمینه برابره کړي.

په ایران کې وروستي لاریونونه له مشهد ښار څخه پیل شول. په لومړي سر کې اعتراضونه د بیو د لوړیدو پر ضد ول، خو ډیر ژر هغه نورو ښارونو ته وغځیدل او په یوه سیاسي خوځښت باندي بدل شول.

ځینو مظاهره کوونکو خو آن د ایران پر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای، باندي هم نیوکې وکړې او د هغه د ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه. په عین حال کې هغوی پر حکومت باندې هم سخت انتقادونه وکړل او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکړل.

مظاهره کوونکي وايي چې هغوی د اداري فساد او اقتصادي ستونزو له کبله په غوسه دي. دا په داسې حال کې ده چې تیرکال په ایران کې د هغو ځوانانو سلنه چې د کار خاوندان دي، ۲۸،۸ سنله وه.

که څه هم د ایران ولسمشر حسن روحاني، د آرامتیا غوښتنه وکړه، خو بیا هم مظاهرو دوام لاره. هغه په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې ایرانیان پر چارواکو باندي د نیوکو حق لري، خو په عین حال کې یې یو ګواښ هم وکړ. هغه وویل: «حکومت به د هغو کسانو پر وړاندې هیڅ زغم و نه کړي چې عامه شتمنۍ ویجاړوي، عامه نظم خرابوي او په ټولنه کې بې نظمي رامنځ ته کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، ویلي دي چې په ایران کې «پراخ لاریونونه» ښيي چې «خلک په دې اړه چې څرنګه یې پیسې او شتمني غلا کیږي او په ترهګرۍ تلف کیږي، هوښیار شوي دي.»

خو روحاني د ترمپ د دغو خبرو کلک ځواب ویلی دی او ټینګار یې کړی دی چې د امریکا ولسمشر یوازي څو میاشتې مخکې د ایران ولس ترهګر بللی وو، او له دې کبله اوس د روانو حالاتو په اړه د نظر اجازه نه لري. هغه زیاته کړې ده: «دغه سړی [دونالد ترمپ] چې په امریکا کې دی او نن غواړي زموږ له خلکو سره همدردي وښيي، له یاده ایستلي دي چې یوازې څو میاشتې مخکې یې د ایران ولس یو ترهګر ولس بللی وو او پر هغه یې د ترهګر ولس ټاپه هولې وه. دغه کس چې له اصله د ایران د ولس پر ضد دی، اوس غواړي د ایرانیانو له پاره خواشیني وکړي. دا د پوښتنې او تأمل خبره ده.»

له بلې خوا بیا په ټولنیزو رسنیو کې د مظاهرو د دوام غوښتنه شوې ده او له همدې کبله اټل کیږي چې د ایران روان کړکیچ به تر دې هم د اوږدې مودې له پاره دوام وکړي. د ایران حکومت ویلي دي چې په موقتي توګه به د تلیګرام او انستاګرام اپلیکشنونو ته لاسرسی محدوده کړي. داسې رپوټونه شته چې په ځینو سیمو کې د موبایل له لارې انترنت ته لاسرسی هم محدود شوی دی.

dpa,afp(M.J/N.Z)

زموږ له ارشيف څڅه: