1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایټالیا ته د رسیدلو مهاجرو شمیر له ۳۰ زرو څخه اوښتی

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

د روان کال له پیله تر اوسه، د مديترانې سمندرګي له لارې ایټالیا ته د راغلیو مهاجرو شمیر له ۳۰ زره څخه اوښتی دی. د ايټالیا ساحلي ځواکونو له ۱۸۰۰ څخه زیات مهاجر په سمندر کې له ډوبیدو بچ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Ijta
انځور: Reuters/Marina Militare

د روان کال د جنورۍ له لمړۍ نیټې راپدیخوا ايټالیا ته د راغلیو مهاجرو شمیر له ۳۰ زرو څخه اوښتی دی. ایټالیا ته د مديترانې له لارې د مهاجرو په راتګ کي يوه کوچنۍ اضافه هم د اروپا د هغو اندیښنو د زياتېدو سبب ګرځي، چي ګواکي د نورو لارو د بندېدو وروسته ښايي د مديترانې له لاري د مهاجرو راتګ زيات شي.

د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د شوي تړون په عملي کیدلو سره، اوس له ترکې څخه یونان ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې کموالی راغلی، د اروپا د اندیښنې یو ستر لامل هم د همدې تړون سره تړاو لري، چې له دې وروسته به اروپا ته راتلونکي مهاجر د نورو لارو د موندلو په هڅه کې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روم چارواکي او مرستندویه ادارې وايي، چې دوی تر اوسه ایټاليا ته د تازه راغلیو مهاجرو د شمیر د زیاتیدو په باب کوم ثبوت نلري. هاخوا لیبیايي شنونکي هم وايي چې په سلګونه زره کسان چې غواړي اروپا ته لاړ شي په ليبيا کي ځای پر ځای دی. دغه شنونکي وايي چي داسي امکان سته چي د مديترانې د ټولو ستونزو او خطرونو باوجوده ياد په سلګونو زره کسان د اروپا پر لور حرکت وکړي.

بلخوا اتریش هیواد هم ایټالیا سره پر ګډه پوله له کنترول کولو څخه نده په شا شوی. د ایټالیا او اتریش تر منځ ګډه پوله د آلپس په غرونو کې پرته ده. د برینر په نوم دغه سرحدي سیمه د سوداګرۍ او اقتصادي اړخه د ايټالیا لپاره خورا اهیمت لرونکې ده.

د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلود یونکر د اتریش د پریکړې په باب ویلي دي، که چیري اتریش په یاده ګډه پوله له کنترول کولو څخه پر شا نشي، دا به نه یوازي د اروپايي اتحاديې د اقتصاد، بلکه د دغې اتحاديې د سیاسي تباهۍ لامل هم وګرځي.