1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغیس: یوه ښځه او سړی د ناموسي قتل قرباني شوي

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

د بادغیس ځايي چارواکي تاییدوي چې ښايي یوه ښځه او یو سړی د ناموسي قتل قرباني شوي وي. په داسې حال کې چې د بشري حقونو کمیسیون د ښځو وژنه د اندیښنې وړ بولي، د بادغیس د والي ویاند د پیښې په اړه د څیړنو خبر ورکوي.

https://p.dw.com/p/3FgfS
Gewalt gegen Frauen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي، ویلي دي چې د دې ولایت په مرکز قلعه نو یوه سیمه کې دوه تنه وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د دې وژنې انګیزه روښانه نه ده او دا چې جنایي پولیس په دې اړه څیړنې کوي. د والي د ویاند په خبره وژل شويو کسانو د دیرشو کلونو په شاوخوا کې عمر لره.

خو د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ، بیا وویل چې ښايي دغه پیښه یوه ناموسي وژنه وي. هغه زیاته کړه: «دوو ورونو په یوه کور کې ژوند کاوه. د دغو دوو ورونو له ډلې څخه د یوه ښځه یې له یوه بل کس سره اړیکه ټینګوي. دغه کس بیا د شپې له خوا [د ښځې کور ته] راځي او له هغې سره یو ځای کیږي.»

د بیګ په خبره تورن قاتل د ښځي لیور دی چې ځان یې هم پولیسو ته سپارلی دی: «کله چې د دې ښځې لیور خبریږي نو له یوې وسیلې سره خونې ته ننوځې او هغوی وژني او بیا سهار ځان پولیسو ته تسلیموي.»

په غور کې ناموسي وژني

د غور د والي ویاند جمشید شهابي، تاییدوي چې په دې ولایت کې کله نا کله ناموسي وژنې رامنځ ته کیږي خو ټینګار کوي چې د دغه شان پیښو ګراف ټیټ دی. تیرکال هم بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې دغه ډول ورته څو پیښې رامنځ ته شوي وې. شهابي د ناموسي وژنو تر شا یو لامل د «ورور» اخیستل په ګوته کوي. د هغه په خبره کورنۍ خپلې لوڼۍ د پیسو په بدل کې ودوی چې بیا یې له کبله ډیرې ستونزې رامنځ ته کیږي.

د افغانستان په سویل کې د بشري حقونو کمیسیون مشر سید عبدالقادر رحیمي، وایي چې ډیر وخت ناموسي وژنې د کورنۍ د نارینه و غړو له خوا ترسره کیږي. د هغه په خبره په فراه، نیمورز، هرات او بادغیس ولایتونو کې ډیر وخت دغه شان پیښې رامنځ ته کیږي.

هغه وویل: «تیرکال په هرات کې د  ښځو د وژنې یا ناموسي قتلونو شپږ پیښې لرو چې په کمیسیون کې ثبتې شوي دي. په بادغیس کې دوه مورده، په نیمروز کې څلور مورده او په فراه کې هم ښايي په همدې کچه دغه شان پیښې رامنځ ته شوې وي.»

د بشري حقونو کمیسیون دغه کارکوونکي روښانه کړه چې ناموسي وژنې د بیلابیلو لاملونه له کبله ترسره کیدای شي: «یو لامل هغه شکونه دي چې د کورنۍ نارینه یې پر ښځو لري او ځان ته دا حق ورکوي د یوه کس د ژوند حق ترې واخلي.»

 پ.ع/ م.ج