1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالامرغاب کې په زرونو کورنۍ بې ځایه سوي

۱۳۹۷ اسفند ۲۷, دوشنبه

د بالامرغاب ولسوالي هغه وخت د افغانستان د خبرونو سرټکی وګرځید چې د څه د پاسه ۱۰۰ تنو امنیتي ځواکونو د تسلیمیدو او یا یا تښتیدلو خبر ورکړل سو. په دغه ولسوالۍ کې امنیتي ستونزو له ډیره وخته راهیسي د خلکو ژوند ناآرامه کړی .

https://p.dw.com/p/3FFG4
Afghanistan US-Soldaten
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom/US Army Photo

د بادغیس د بالامرغاب په ولسوالۍ کې اوس هم ځای ځای د نښتو رپوټونه ورکول کیږي. د بادغیس ولایت سیمه ایز مسوولین، بالامرغاب ته د تازه نفسو ځواکونو او د پولیسو د ځانګړې قطعې له راتګ څخه خبر ورکوي. د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي، وایي چې د طالبانو په سلونو جنګیالي په ځینو سیمو کې په  کلیو او کورونو کې ځای پر ځای سوي او اوس هم کله ناکله بریدونه دوام لري.

په تیرو لسو ورځو کې طالبانو د بادغیس ولایت د بالامرغاب پر ولسوالۍ خپل پراخ بریدونه پیل کړي دي. د بادغیس د ولایتي شورا معاون عبدالله افضلي وایي چې امنیتي ځواکونو په دې جګړه کې کوم پرمختګ نه دی کړی: «متاسفانه څه د پاسه ۵۰ تنه پوځي ځواکونه په بالامرغاب ولسوالۍ کې وژل سوي او د ۸۰ تنه په شاخوا کې یا بندیان سوي او یا هم تښتیدلي دي. د بالامرغاب په ولسوالۍ کې ځای پر ځای سوي ډیری پوځي اډې او پوستې د مخالفینو له خوا نیول سوي او له سقوط سره مخامخ سوي دي.»

خو د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي بیا له دویچه ویله سره په خبرو کې د وژل شوو امنیتي ځواکونو شمیر ۱۵ تنه او د زخمیانو بیا ۲۰ تنه یادوي.

د سرحدي پولیسو په اړه ضد او نقیض څرګندونې

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې، د بادغیس محلي چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د افغان امنیتی ځواکونو شا او خوا ۱۰۰ تنو، له طالبانو سره تر یوې اوونۍ جګړې وروسته خپلی پوستې پرې ایښي او هڅه یې کړې چې ګاونډي هیواد ترکمنستان ته واوړي.

د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال په دې اړه وویل: «د موریچاق په سیمه کې مو د ۱۵۰ په شا او خوا کې پولیس درلودل چې ۶۰ تنو یي ترکمنستان ته پناه وړې او نور نیماي یې طالبانو ته تسلیم سوي دي. دغه کسان د پوستو تر سقوط او د ترکمنستان سرحدي سیمو ته تر تیښتي وروسته، مجبوره سول له مخالفینو سره یو ځای سي. له ناچارۍ څخه تسلیمیدو ته سړی کولای سي ووایي چی اسیر نیول سوي دي.»

موریچاق د ترکمنستان سره سرحدي سیمه ده چې په زیاته یي د امنیت ساتل د سرحدي پولیسو پر غاړه دي. د بادغیس د والي ویاند دا خبره مني چې د سرحدي پولیسو د کنډک ۷۰ تنه سرتیرو پرون تر غرمې وروسته وکولای سول، له ترکمنستان سره تر خبرو اترو وروسته، نوموړي هیواد ته ورسي. خو بیرته د تورغونډۍ له لاری افغانستان ته داخل سوي دي.

«د رهبرۍ ضعف او د اکمالاتو کمښت»

د امنیتي ځواکونو د زیان اوښتو او د هغوی د تلفاتو سناریو، په ورته ډول تکراریږي. څو وارې داسي پیښ سوي دي چې امنیتي ځواکونه د څو ورځو په تیریدو هم مرسته نه تر لاسه کوي او مجبوریږي چې پر شاتګ وکړي چی زیاتره وخت ډیر تلفات ورته رسیږي.

د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل، د امنیتي ځواکونو د پوستو د سقوط او د هغوی د تلفاتو دلیل د رهبرۍ په ضعف او د اکمالاتو په کمښت کې ویني. هغه وایي چې پخوابه حد اقل اردو خپلې زیرمي درلودې چې د اړتیا په صورت کې به ډیر ژر اکمالات وررسیدل: «د افغانستان د اردو اکمالات د امریکا متحده ایالاتو په لاس کې دي. موږ زیرمې نه لرو. سرتیري محاصره کیږي او د محاصرې پر وخت لګښتونه هم زیات وي. که د هوا او مځکې له لارې پر خپل وخت اکمالات ونه رسیږي او هغه وخت چې مرمۍ خلاصي سي نو یو سرتیری څه کولای سي؟ هغه مجبور دی چی یا ووژل سي او یا هم تسلیم سي.»

د نوموړي پخواني افسر په خبره د دې له پاره چې د چریکي جګړو په وړاندې چټک عمل تر سره سي او د دفاع وزارت وکولای سي هغو سرتیرو ته چې له ستونزو سره مخامخ دي، مرستې ورسوي نو باید په هره لوا او قول اردو کې ځانګړي قطعات موجود وي چې ژر تر ژره لاس په کار سي: «موږ باید خپل ځانګړي قطعات پیاوړي کړو، څو له یرغل سره مخامخ نه سو.»

د ښاغلي امرخیل په خبره نظامي رهبري هم په ځینو مسایلو کې کمزورې ده: «کله چې پوستې وایي چې دښمن رانژدې سوی او برید ته آماده دي، په هم هغه وخت کی باید ځانګړي قطعات په سرعت سره ورورسیږي او هغوی تقویه کړي، څو د دښمن پر لور ورسي او نه دا چې یوازې له ځانه دفاع وکړي. هغوی باید برید وکړي.»

Afghanistan Flüchtlinge
زموږ له آرشیف څخه : په هرات کی داخلی بې ځایه سوي کسانانځور: DW/S. Tanha

په بالامرغاب کې د زرو کورنیو بې ځایه کیدل

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختو نښتو د بالامرغاب ولسوالۍ په زرونو کورنۍ هم دې ته مجبوره کړي دي چی خپل کورونه پریږدي. د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي، وایي چې د لسو زرو په شا او خوا کې کورنۍ له بالامرغاب څخه ګاونډیو کلیو او یا هم مرکز قلعه نو یا هرات ته تللي دي.

بالامرغاب د بادغیس ولایت یوه له نا امنه سیمو شمیرل کیږي. دا په داسي حال کې ده چی ځایي اوسیدونکو په وار وار سره په نوموړي ولسوالۍ کې د طالبانو له ډیریدو څخه اندیښنه ښودلې ده

P.A