1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامف اداره د اخراجونو په بهير کې د قاطعیت غوښتونکې شوه

۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبه

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې مشر د مهاجرو د اخراجونو په برخه کې د قاطعیت غوښتونکی شو. هانس ایکهارد زومر دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کوي چې مخکې د بامف ادارې په يوه څانګه کې د سختو درغليو رپوټونه ورکړل شوي ول.

https://p.dw.com/p/382rQ
Deutschland PK Hans-Eckhard Sommer
انځور: Reuters/H. Hanschke

د بامف نوي مشر هانس ایکهارد زومر د شپيګل مجلې د شنبې ورځې په ګڼه کې ويلي دي چې چارواکي بايد خپلواکه واوسي، حتي که ډیر سخت انفرادي کيسونه هم وي.

زومر وويل: «موږ بايد په دې برخه کې قانون او مقررات لا تقويه کړو. موږ همدا ډول دغه کار د ماليې په قانون کې هم ترسره کوو، يعنې هغه وخت چې يو کس د هغې له ورکړې څخه ډډه کوي.»

زومر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا هغه يو قاطع انسان دی، وويل: «هو، د موجوده قوانينو مطابق عمل کول دا په خپله ماته د يو قاطع انسان لقب راکولی شي.»

زومر د روان کال په جون مياشت کې د بامف د پخوانۍ مشرې يوتا کورت تر لرې کيدو وروسته د دغې ادارې مشر وټاکل شو.  

د آلمان د مهاجرت ادارې چارواکي وروسته له هغې تر پوښتنو لاندې راغلل کله چې په شمالي ښار بريمن کې د دغې ادارې په څانګه کې د مهاجرو د دوسيو اړوند يوه لويه رسوايي افشا او پوښتنې راپورته کونکي بحثونه يې رامنځ ته کړل. زومر په دې اړه وويل: «په بريمن کې چې څه پيښ شول، ناوړه خبره ده».

تحقيق کونکو د بامف ادارې د کارکونکو له ډلې څخه څو تنه چې په درنو او جدي تيروتنو او په اداري فساد کې ښکيل ول وموندل. د بريمن ښار د بامف ادارې د يوه داخلي تحقيق په پایله کې ۶۰۱ جدي پيښې وموندل شوې په داسې حال کې چې د يوې بلې ډلې تحقيق کونکو لخوا ۱۴۵ نورې پيښې هم کشف شوي دي.

د بامف ادارې مشر زياته کړه: «تر اوسه چې د نيمګړتياو کومې پيښې کشف شوې، دا د بامف ادارې د نورو څانګو په پرتله ډيرې متفاوتې دي.»

هانس ایکهارد زومر د آلمان د کورنيو چارو د وزير هورست زيهوفر د ګوند (سي اس يو) غړی دی او د پناه غوښتنې په چارو کې د سخت دريځ لرونکی دی. د رپوټونو پر اساس دی د همدې سخت دريځۍ له امله د بايرن ايالت په چارواکو کې په «سخت سپي» شهرت لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزير د زومر د ګمارنې پر وخت ويلي وو چې د هغه په اړه دغه تصميم يې د شخصي «درک» له مخې نيولی دی.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: