1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

بایرن مونشن د آلمان د فوټبال سوپر جام اتل شو

۱۳۹۷ مرداد ۲۲, دوشنبه

د آلمان د فوټبال سوپر جام په سیالیو کې د بایرن مونشن لوبډلې د فرانکفورت اینتراخت لوبډلې ته په پنځو ګولونو ماتې ورکړه. په دې لوبه کې د مونشن له لوبډلې څخه لواندوفسکي درې ګوله وکړل.

https://p.dw.com/p/3342Q
Fußball DFL Supercup Eintracht Frankfurt - Bayern München
انځور: Getty Images/M. Rose

د یکشنبې په ماښام (د اګست میاشتې ۱۲) د FC Bayern یا بایرن مونشن او آینتراخت فرانکفورت تر منځ د آلمان د فوټبال سوپر جام د اتلولۍ له پاره سیالي ترسره شوه. ۵۱ نيم زره نندارچیان د دې لوبې نندارې ته راټول شوي ول.

په دې لوبه کې د فرانکفورت لوبډلې پخوانی روزونکی نیکو کوواچ، د بایرن مونشن د لوبډلې د روزنې مسئولیت په غاړه لري. سور رنګه یونیفورم درلودونکې د بایرن مونشن لوبډلې، خپل سیال یعنې د فرانکفورت اینتراخت لوبډلې ته د صفر په مقابل کې په پنځو ګولونو سره ماتې ورکړه او د آلمان د سوپر جام اتلولي یې وګټله.

د بایرن مونشن د لوبډلې پولنډي لوبغاړي روبرت لواندوفسکي، چې د پولنډ له ملي لوبډلې سره په روسیه کې د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې له ترخې تجربې سره مخامخ شوی وو، د آلمان سوپر جام په اتلولۍ کې د خپل لوبډلې له خوا په مجموع کې له پنځو څخه ۳ ګولونه وکړل او په دې ترتیب سره په دې لوبه کې ډیر ښه وځلید.

پاتې دوه ګولونه کینګزلي کومان، په ۶۳ دقیقه کې او د دې لوبډلې هسپانیوي ستوري تیاګو، په ۸۵ دقیقه کې کړي ول. دا اووم ځل دی چې د بایرن موشن لوبډله د آلمان د فوټبال سوپر جام اتلولي ترلاسه کوي.

Fußball DFL Supercup Eintracht Frankfurt - FC Bayern
د بایرن مونشن لوبغاړی روبرت لواندوفسکيانځور: Reuters/R. Orlowski