1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

بایرن: پولیسو کابو ۷۰۰ شکمن انساني قاچا وړونکي نیولي

۱۳۹۷ اسفند ۲, پنجشنبه

د آلمان فدرالي پولیسو په بایرن ایالت کې په ۲۰۱۸م کال کې کابو ۷۰۰ کسان د انساني قاچاق په شک نیولي دي. دغه شمیر د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۴۲ سلنه ډیروالی ښيي.

https://p.dw.com/p/3DmPF
Deutschland,  Bayern, Kiefersfelden: Grenzkontrolle Deutschland - Österreich
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د آلمان د بایرن ایالت د مونشن ښار د فدرالي پولیسو ویاند توماس بوروویک، د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې پولیسو ۶۷۵ شکمن انساني قاچاق وړونکي نیولي دي. د هغه په خبره د ۲۰۱۸م کال په پای کې دا خبره په ډاګه شوې وه چې فدرالي پولیسو په ټول آلمان کې تر نیمایي زیات انساني قاچاق وړونکي په بایرن کې نیولي دي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې ۱۵۱۰۰ مهاجر له سرحد څخه بایرن آیالت ته اوښتي دي چې تر هغه دمخه کال په پرتله ۲۲ سلنه کمښت ښيي. له دغې ډلې شا او خوا ۶۲۰۰ تنه چارواکو بيرته تر سرحد اړولي دي، ځکه چې زیاترو یي د پناه غوښتنې له پاره قانع کوونکي یا مناسب دلایل نه شو وړاندې کولای.

د مونشن د فدرالي پولیسو د ویاند په وینا آلمان ته په غیرقانوني توګه د راغلو کډوالو یو پر دریمه برخه په بایرن ایالت کې نیول شوي دي. د بوروویک په وینا انساني قاچاق وړونکي له مهاجرو څخه ډیرې پیسې اخلي.

د مونشن او روزنهایم د فدرالي پولیسو په وینا احتمالا ډیر مهاجر د پولو پر سخت کنترول سربیره پر انساني قاچاق وړونکي باور کوي، څو آلمان ته سفر وکړی شي.

زموږ له آرشیف څخه: