1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدر: پاکستاني طالبانو 38 افغانان وژلي

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

د نورستان والي، جماالدین بدر، د چهارشنبې په ورځ وویل، چي 33 افغان پولیس او پنځه ملکي وګړي وروسته له هغه ووژل سول، چي د پاکستان څخه را اوښتيو وسله والو طالبانو په نورستان کي جگړه پيل کړه.

https://p.dw.com/p/11qUy
نورستان
نورستانانځور: DW-TV

بدر دغه راز زیاته کړې، په دغه جگړه کي چي د دوو ورځو را پديخوا روانه ده، شاوخوا 40 یاغیان هم وژل سوي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي په تیريو څو اونیو کي د پاکستان پوځ پر افغانستان تر 800 ډیر توغندي توغولي دي.

د نورستان ولایت د ورستۍ پیښي په اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزات بیا بل ډول معلومات ورکړی. د دغه وزارت چارواکو ویلي چي، د ورستیو دوو ورځو په ترڅ کي په نورستان کي 12 پولیس وژل سوي او پنځه نور ټپیان سوي.

د نورستان والي بیا ویلي چي، د پاکستان څخه افغانستان ته راغليو وسله والو د هغه ولايت په کامديش ولسوالۍ کي د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړي او څو تنه پوليس يې وژلي دي.

« د هغه رپوټونو پر اساس چی موږ يې اوس لرو، تر اوسه په دې جګړه کي 33 سرحدي پولیس او پنځه ملکي کسان چي دوې پکښي ښځي دي وژل سوي دي.»

د نورستان والي زیاته کړي چي، ډیری هغه یاغیان چي په دغه جګړه کي وژل سوي پاکستانیان دي.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بيا ویلي چی، په نورستان کي ډیر شمیر یاغیان د تصفيوي عملیاتو په ترڅ کي وژل سوي دي. د کورنیو چارو وزات دغه راز ویلي چي دغو عملياتو څو ساعته دوام کړی او د وژل سویو کسانو په ډله کي 12 پاکستانیا هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړي چي، د کامديش ولسوالۍ وضعیت اوس عادي حالت ته راگرځول سوی، او پولیس د سیمي پوره کنترول په لاس کي لري.

سيمه يیز افغان چارواکي وایي چي د پاکستان د توغندیو له بیري شاوخوا 200 کورنۍ له سیمي څخه کوچیدلي.

په داسي حال کي چي افغان چارواکي وايي چي د پاکستان څخه يې پر خاوره توغندۍ اوري، پاکستان هم تور لگولی چي د افغانستان له خاوري څخه ددو پر امنيتي پوستو بريدونه کيږي.

د چهارشنبې په ورځ پاکستان پر افغانستان تور ولګاوه چي، په سلګونه طالبان ور اوښتي او هلته یې يو ځایي مشر وژلی او درې ښونځیو ته یې اور ورته کړی.

افغان ولسمشر، حامد کرزي، ویلي چي، افغانستان به د پاکستان راکټی برید ته په راکټونو جواب ور نه کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل