1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريګزت: راتلونکی ګام به څه وي؟

۱۳۹۷ دی ۲۶, چهارشنبه

له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو له پاره د لومړۍ وزیري تیریزا مې طرحه له سختې ناکامۍ سره مخامخ شوه. اپوزیسیون غوښتنه کړې چې مې، له پارلمان څخه باید د باور رايه تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3BcIm
Brexit Theresa May nach Abstimmungsniederlage
انځور: picture-alliance/empics/PA Wire

د پارلمان ۴۳۲ استازو د تیریزا مې د طرحې په مخالفت او ۲۰۲ استازو یي په پلویتوب خپلې رای وکارولي. دا د بریتانیا په ځوان تاریخ کې د یوه برحاله حکومت له پاره سخته ماتې ده او له ۱۸۶۴م کال راهیسې لومړی وار دی چې په پارلمان کې د حکومت یو تړون له ناکامۍ سره مخامخ کیږي. د پارلمان دوه پر دریمې برخې د لومړۍ وزیرې تیریزا مې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو طرحه رد کړه.

له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د پلان شوي وتلو په درشل کې دغه هیواد له سخت سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی. اصلا د مارچ میاشتې پر ۲۹ نیټه له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا وتل پلان شوي وو.

لومړۍ وزیرې مې له تاریخي ماتې سملاسي وروسته وویل: «پارلمان خپله خبره وکړه او حکومت به ورته غوږ ونيسي. دا خبره روښانه ده چې پارلمان د دې طرحې ملاتړ نه کوي، خو ننۍ رای اچونه موږ ته په دې هکله څه نه وایي چې د څه شي ملاتړ کوي.»

خو مې نه غواړي چې د لومړۍ وزیري له څوکۍ لاس پر سر شي. هغې ویلي دي چې دا یي مکلفیت دی چې د بريګزت په هکله خپل هدف ته ورسیږي. د تیریزا مې ویاند ویلي دي چې اوسمهال بروکسل ته د سفر کولو کوم پلانونه نه شته.

د بریتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر بورس جانسن، چې د بریګزت د اوسني تړون سخت مخالف او د محافظه پالو په لیکو کې د مې سخت منتقد وو، ویلي دي چې دغه طرحه نوره له منځه تللې ده. هغه له مې، څخه غوښتي دي چې بیرته بروکسل ته وروګرځي او د طرحې د ښو شرایطو له پاره مذاکرات وکړي.

د جیرمې کوربین وخت رارسیدلی دی؟

د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر غوښتنه کړې ده چې حکومت یو ځل باید له پارلمانه د باور رایه تر لاسه کړي. د اپوزیسیون مشر جیرمي کوربین ویلي دي چې لومړۍ وزیرې سخته ماتې خوړلې ده. مې ویلي دي چې د چهارشنبې په ماښام د سیمي پر وخت اتو بجو به د باور رای اخیستو ته ځان وړاندې کړي.

England Brexit Jeremy Corbyn
د کارګر ګوند مشر جیرمي کوربېنانځور: picture-alliance/dpa/House Of Commons

که څه هم د اپوزیسیون دغه غوښتنه ډیر کم چانس لري، خو د بريګزت د دریځ پر سر د بریتانيا د حکومت او پارلمان تر منځ د قدرت پر سر جګړې په دې ترتیب لا پسې زور اخیستي. له پارلمان څخه د باور رای د اخیستو په ترڅ کې مې پر خپلو داخلي مخالفینو هم حساب کولی شي. د ډي یو پي، په نوم شمالي آیرلنډ ګوند، چې د بريګزت د طرحې په مخالفت کې یي رای کارولې وه، غواړي چې د تیریزا مې تر شا ودریږي. که چیري مې د باور رای تر لاسه نه کړي، نو د نویو ټاکنو احتمال به ډیر شي.

د باور رای تر لاسه کولو وروسته تیریزا مې غواړي د ټولو ګوندونو له استازو سره وویني، څو حل لاري ومومي. د راتلونکي دوشنبې د ورځې له پاره تیریزا مې پارلمان ته د بل پلان د وړاندې کولو اعلان کړی، څو بې له کومه تړونه له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانيا د وتلو مخه ونیول شي. مې ویلي دي چې اتباع او ټول هغه کسان چې کار ځایونه یي له اروپایي اتحادیي سره په سوداګرۍ پورې تړلي دي، روښانتیا ته اړتیا لري. د مې په خبره د دغې ستونزي له حلیدو پرته د هري ورځي تیریدل د ناڅرګندتیا په معنی ده.

که چیري پر ټولو هڅو سربیره تیریزا مې له پارلمان څخه د دغې طرحه ملاتړ تر لاسه نه کړي، نو بیا د دې خطر شته چې بې له کوم تړونه بریتانیا له اروپایي اتحادیې ووځي. پر دې سربیره ځیني ګوندونه له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو په هکله د دوهم ریفرنډم یا ټولپوښتنې غوښتنه کوي، کومه چې تر اوسه تیریزا مې په کلکه رد کړې ده.