1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تريزا مې د خپل کار له لاسه ورکولو ګواښ سره مخامخ ده

۱۳۹۷ آذر ۲۱, چهارشنبه

د بريتانيا لومړۍ وزیري تريزا مې د محافظه کاره ګوند ځينو غړو له هغې څخه د اعتماد رای اخیستلو بهیر پیل کړی. مې بیا ویلي دي چې په خپل ټول توان سره به له دې بهیره د بریالۍ راوتلو هڅه وکړي.

https://p.dw.com/p/39vUV
Brüssel Theresa May, Premierministerin Großbritannien
انځور: Reuters/D. Martinez

د بریتانیا د پارلمان غړي ګراهام برادلي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د محافظه کار ګوند د مشري په توګه له تريزا مې څخه د اعتماد  رايي اخیستو بهیر له هغه وروسته پیل شوی چې د دې ګوند ۱۵ سنله غړو یې غوښتنه وکړه.

د برادلي په خبره د محافظه کار ګوند غړي به په دې اړه د چهارشنبې په ورځ ماښام خپلې رايي وکاروي. هغه زیاته کړه چې تر رايي اچولو وروسته به ژر ترژ د هغه پایله اعلان شي. تريزا مې بیا ویلي دي چې د هغې د اعتماد رای اخیستو بهیر پر ضد به په خپل ټول توان سره مبارزه وکړي.

د برادلي په خبره بهیر له هغه وروسته پیل شو چې ۴۸ استازو یې غوښتنه وکړه. هغه روښانه کړه چې د بهیر د پیلولو له پاره اړین شمیر استازو لا د سه شنبې په ورځ غوښتنه کړې وه.

د بریکزیت تړون پر سر نارضایتي

دا په داسې حال کې ده چې تريزا مې لا وختي له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو تړون له کبله له سختو نیوکو سره مخامخ ده. د هغې تړون په پارلمان کې نه د محافظه کارو استازو او نه هم د اپوزیسیون ملاتړ لري. د پلان له مخې باید بریتانیا د راتلونکي کال د مارچ میاشتې پر ۲۹مه نیټه له اروپايي ټولنې څخه ووځي.

پخواني لومړی وزیر اووین پیترسون، هم د هغو استازو په ډله کې دی چې له مې څخه یې د اعتماد رایې اخیستلو غوښتنه کړې ده. هغه د تريزا مې له خوا د بریکزیب پر چمتو شوي تړون سختې نیوکې کړې دي.

ځينو نورو محافظه کارو استازو بیا د مي په ملاتړ بیانیې خپرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هانت، ویلي دي چې اوس بریتانیا د رهبری پر سر سیالي ته اړتیا نه لري، بلکي خبره یې تريزا مې تر ټولو غوره څوک ده چې کولی شي د مارچ پر ۲۹مه نیټه بریتانیا له اروپايي ټولني وباسي.

له تريزا مې د اعتماد رایه څرنګه اخیستل کیدای شي؟

د محافظه کاره ګوند د پارلمان ټول ۳۱۵ غړي کولی شي چې په دې بهیر کې خپله رايه وکاروي. د دې له پاره چې مې د دې ګوند د مشرې په توګه خپل کار ته دوام ورکړي نو هغه باید ۱۵۸ رایې وګټي.

که هغې دغه رایې وګټلې نو د محافظه کار ګوند د قوانینو له مخې یو کال بيا له هغې څخه د مشرې په توګه د اعتماد رايي د اخیستلو بهیر نه شي پیلیدلی. که تريزا مې د کافي رایو په ترلاسه کولو و نه توانیږي نو باید استعفا ورکړي او اجازه نه لري چې د مشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

د تريزا مې د بایللو په صورت کې د محافظه کار ګوند راتلونکی مشر یا مشره په اتوماتیک ډول د بریتانیا لومړی وزیر یا وزیره کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په پارلمان کې د اپوزیسیون پر مشر جیرمي کاربون، باندې هم د نورو ګوندونو له خوا فشارونه موجود دي چې له تريزا مې د اعتماد رایې اخیستلو بهیر پیل کړي. که هغه دا کار وکړي نو د پارلمان ټول ګوندونه به په دې بهیر کې د برخه اخیستلو چانس ولري.