1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلوچستان: د داعش د خراسان عملیاتو قوماندان وژل شوی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۷, پنجشنبه

د پاکستان د بلوچستان ایالت په الماس نومي کلي کې د داعش د خراسان عملیاتو قوماندان او د لشکر جهنګوي مشر سلمان باديني چې په عابد مشهور وو، له خپلو دوو ملګرو سره د استخباراتي ادارې په عملیاتو کې وژل شوی.

https://p.dw.com/p/2xrIo
Karte Pakistan Khuzdar Englisch

له ترهګرو سره د ډزو په تبادله کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یو لوړپوړې افسر کرنل سهیل عابد وژل شوی او څلور تنه نور همکاران یې ټپیان شوي دي. د دغو عملیاتو په پایله کې د ترهګرو له دغه مرکز یا پټنځای څخه ډیر شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آي. ایس. پي. آر) د دغو عملیاتو د تائیدولو تر څنګ ویلي دي چې وژل شوی ترهګر سلمان باديني د هزاره قوم تر سلو د ډیرو کسانو په وژنه کې لاس درلود.

د (آي. ایس. پي. آر) په عملیاتو کې وژل شوي دوه نور کسان ځانمرګي بریدګر ول چې ویل کیږي له افغانستان څخه پاکستان ته ورغلي ول او د سلمان باديني د امنیت ساتنې مسئولیت یې درلود.

په دغو عملیاتو کې د لشکر جهنګوي یو بل قوماندان هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی، خو د دغه کسان هویت تر اوسه پورې پټ ساتل شوی دی.

د یوې اوږدې مودې راهیسې د سلمان بادیني لټون روان وو

په کوئټه کې د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي خرم دراني په حواله د استخباراتي ادارې دغه عملیات د نیول شویو تندلارو څخه د تحقیقاتو پر مهال د ترلاسه شویو معلوماتو په رڼا کې ترسره شوي دي.

دراني له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «استخباراتو او د ترهګرۍ ضد ځانکړې ټیم دغه مهم عملیات هغه وخت ترسره کړل چې په الماس کلي کې د ترهګرو پټنځایونه له څلورو خواو څخه محاصره شوي ول. ترهګر په یوه مرکز کې پټ ول. دغو کسانو د دې له پاره چې ونه نیول شي، تر ډیره وخته پورې له امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړه».

خرم دراني زیاته کړه چې د لشکر جهنګوي د پخواني مشر عثمان سیف الله تر وژل کیدو وروسته سلمان باديني د دغې ترهګرې ډلې مشر ټاکل شوی وو.