1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبنگلدیش

بنګله دیش د ېوې اسلامپاله وسلوالې ډلې مشر نيولی

۱۴۰۲ تیر ۳, شنبه

بنګله دیشي چارواکو د شنبې په ورځ د شرقیه په نوم د یو اسلامي سازمان د بنسټګر د نيولو خبر ورکړ. پولیس وايي چې شمین محفوظ يې د هغه له مېرمنې سره د جمعې په ورځ ناوخته د پلازمينې ډاکه په مربوطاتو کې د هغه له پټنځایه نیولی دی.

https://p.dw.com/p/4T1C5
د آرشیف انځور - په ډاکه کې د بنګله ديش پوليس
د آرشیف انځور - په ډاکه کې د بنګله ديش پوليسانځور: Mortuza Rashed/DW

د جماعت الانصار في هندي الشرقیه په نوم سازمان بنسټګر، شمين محفوظ، په داسې وخت کې نيول شوی چې حکومت څو میاشتې مخکې د دغې ډلې د ځپلو په موخه عملیات په لاره واچول.

پر نوموړي تور دی چې د بنګله ديش د چيتاګونک په لوړو کې چې یوه ناآرامه سیمه ده، د وسلوالو یاغیانو د روزنې کمپونو په فعاله ساتلو کې ېې مرسته کړې ده.

پولیسو ويلي دي چې محفوظ او ورسره د هغه ميرمنې ېې، د جمعې په ورځ ناوخته پلازمينې ته څېرمه له یوې صنعتي سیمې څخه نيولي او په دغه ځای کې ېې یوه تومانچه، چاودېدونکي مواد او د بمونو جوړولو وسایل هم موندلي دي.

په بنګله ديش کې د روهنګيا مهاجرو ۲۰۰۰ کورونه سوځيدلي

په ډاکه کې د ترویزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو مشر، محمد اسد زمان، خبریالانو ته وويل چې «د محفوظ خلاف د تروریزم یوه دوسيه درج شوې ده. موږ محکمې ته د هغه تر حاضرولو پورې د تحقیقاتو له پاره لس ورځې غواړو.»

د فرانسې خبري آژانس له ډاکې ليکي چې دوی نه دي توانېدلي چې په دې هکله د شمین محفوظ د مدافع وکيل نظر واخلي.

اسد زمان زياته کړه چې د شرقيه ډلې بنسټګر په لومړي ځل په کال ۲۰۱۴ کې توقیف شوی وو او په داسې حال کې چې په زندان کې وو، له افراطي ډلو سره په اړيکه کې وو.

بنګله دیش له هند څخه د خوراکي توکو په رسولو کي مرسته غوښتې

هغه زیاته کړه چې محفوظ د دغه سازمان له پاره یوه معامله ترسره کړې تر څو د کوکي چَین نشنل فرونټ (KNF) له پوځي رونیزو کمپونو څخه استفاده وکړي. د یاد آژانس د رپوټ پر اساس، کې ان اف، ېوې شورشي قبېلې پورې تړاو لري چې تر ډېره مسیحي ده.

د بنګله دیش د چټک غبرګون ځواکونو په تېر اکتوبر کې ويلي وو چې د هندوستان سرحد ته د نژدې ښارګوټو د درو لرو پرتو په لوړو کې ېې د کې ان اف او شرقیه ډلو پر ضد عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې ېې په لسونو کسان ونيول.

دغه عملیات سبب شول چې په سرحدي سیمه کې د کلیو په سلونو اوسیدونکي د هندوستان شمالغربي ایالت، ميزورام، ته مهاجر شي.

(AFP)mks/mns