1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرمیشتي افغانان په ټاکنو کې ګډون غواړي

میرویس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ مرداد ۱۲, شنبه

په بهرنیو هیوادونو کې میشت ډیری افغانان وايي چې حکومت باید د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې دوی ته د رایه ورکولو زمینه برابره کړي. خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې دا کار ډیرې بودجې ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/19JFc
انځور: AP

یو شمیر بهر میشتو افغانانو د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست دریمه) په کابل کې د ټاکنو کمیسیون له چارواکو وغوښتل تر څو دوی ته په بهرنیو هیوادونو کې په افغان سفارت خانو او قونسلګریو کې د رایه ورکولو مرکزونه پرانیزي تر څو وکړای شي په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په پاکستان، ایران، تاجکستان، مسکو او هند کې د افغانستان د مهاجرینو په لسګونو تنو استازو په کابل کې د خپلې غونډې پرمهال وویل، دوی چمتو دي چې په راتلونکو ولسمشریزو او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې ګډون وکړي.

دوی د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غواړي چې په یادو هیوادونو کې د رایې ورکونې او د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه پرانیزي. هغوی پر حکومت غږ وکړ چې د ټاکنو پر کمیسیون فشار واچوي تر څو دوی ته په را روانو ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

د هند په ډهلي ښار کې د افغان کډوالو یوې استازې روزا بارکزۍ وویل: «موږ له دولت څخه دا غوښتنه لرو چې په بهر کې موږ ته د رایه ورکولو زمینه برابره کړي، له هغه پرته به موږ له خپل حق څخه محرومه شوي یو. دا زموږ یو مسلم حق دی.»

د افغانستان د حکومت ارقام ښيي چې دمګړۍ شاوخوا څلور نیم میلیونه افغانان په بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي چې د دغو کسانو ډیره برخه په ګاونډيو هیوادونو ایران او پاکستان کې میشت دي.

معترضو افغان کډوالو په دغه غونډه کې دوی ته د رایه ورکولو د کارتونو د ویش د مرکزونو د پرانیستلو غوښتنه هم درلوده. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ټول هیواد کې د ټاکنو له پاره د رایه اچونې د کارتونو د ویش لړۍ روانه ده.

د پاکستان د شمشتو د کډوالو په یوه پنډغالې کې د افغان مهاجرینو استازي سیدا جان، بیا وویل چې د دوی د کمپ په زرګونو تنه اوسیدونکي لیواله دي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. د هغه په وینا ځيني يې کارتونه لري اونور یې بیا کارتونو ته انتظار باسي: «زموږ ډیری مهاجرین چې د پاکستان په هر کمپ کې دي په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه کوي.»

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا وایي، چې د دې کار د ترسره کولو له پاره ډیرې بودجې ته اړتیا ده. د کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امر خیل په وینا ښایي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بودجې د کمښت له امله په ایران، پاکستان او د نړۍ په نورو برخو کې افغان کډوالو ته د نوم لیکنې د مرکزونو په پرانیستلو ونه توانیږي. هغه زیاته کړه چې سره له دې هم د کمیسیون چارواکي په دې باب په خپل منځ کې سره بحثونه کوي.


دمګړۍ د را تلونکي کال د ولسمشریزو او ولایتي شورګانو ټاکنو ته په هیواد کې دننه تیارۍ په چټکۍ سره روان دی. په پام کې ده چې راتلونکې ولسمشریزي او د ولایتي شورا ګانو ټاکنې به د ۱۳۹۳لمریز کال د وري په ۱۶ نیټه ترسره شي.