1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې سرحده خبريالان: په ټوله نړۍ کې خبريالان تر فشار لاندې دي

۱۳۹۷ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د «بې سرحده خبريالانو» په کلني رپوټ کې ويل شوي چې په ټوله نړۍ کې اوس هم خبريالان د بريدونو هدف دي. په ځينو سيمو کې خو خبریالانو ته ګواښونه ډیر شوي. آیا د ملگرو ملتونو د يوه ځانگړي استازي ټاکل به مرسته وکړي؟

https://p.dw.com/p/3AHxQ
Berlin - Tag der Pressefreiheit 2017 | Schild Reporter ohne Grenzen
انځور: picture-alliance/Eventpress/Stauffenberg

د «بې سرحده خبريالانو» په نوم د غير دولتي سازمان په رپوټ کې يو بوږنونکی بيلانس ليدل کيږي: په ۲۰۱۸م کال کې ۸۰ ژورنالستان وژل شوي دي. په دې ترتيب په روان میلادي کال کې د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۱۵زيات خبريالان وژل شوي دي. په دې ترڅ کې د پام وړ خبره داده چې تر نيمایي زيات ژورنالستان په پنځوو هېوادونو يعني افغانستان، سوريه، مکسيکو، يمن او هند کې وژل شوي دي.

د خبريالانو د ټولنې د مشرتابه ډلې وياند میشايل ريديسکه، وويل: «د دوی کلنی بيلانس ښيي چې د مخکې په څير اوس هم په ټوله نړۍ کې وسله والې شخړې د ژورنالستان له پاره تر ټولو ستر خطر دی. خو دا چې ډېري خبريالان د جگړه ځپلو سيمو څخه دباندې وژل کيږي، يوه ويرونکي نخښه ده.»

هغه د وضعیت يوه ډېر تور انځور وړاندې کوي: «ډېری وخت عاملين او هغه کسان چې په سپارښتنه یې دغه وژنې ترسره کيږي پر دې حساب کولی شي چې د هیڅ ډول پایلو سره به مخامخ نه شي.»

افغانستان يو خطرناک هېواد

په ۲۰۱۸م کال کې افغانستان (۱۵)، سوريه (۱۱)، مکسيکو (۹)، يمن (۸) او هند (۶) هغه هېوادونو دي چې په ترتيب پکښې تر ټولو زيات ژورنالستان، ولسي ژورنالستان او د رسنيو کار کوونکي وژل شوي دي.

په امریکا متحدو ايالاتو کې هم په روان کال کې شپږ ژورنالستان وژل شوي چې څلور یې د جون په ۲۸ نيټه د «Capital Gazette» په نوم د سيمه ايزې ورځپاڼې پر دفتر د بريد په پايله کې ووژل شول.

په ۲۰۱۸ م کال کې له وژل شويو څخه ۴۹ په هدفمنه توگه د خپلو ژورنالستيکي فعاليتونو له کبله وژل شوي. پاتې ۳۱ بيا د کار پر وخت وژل شوي دي. له ټولو وژل شويو څخه یې ۶۳ مسلکي ژورنالستانو ول، ۱۳ یې ولسي خبريالان او څلور صوتي تخنيکران او موتر چلوونکي ول. په وژل شويو کې درې ښځې هم شاملې دي.

Afghanistan Trauer im getötete Menschen, darunter auch viele Journalisten
په کابل کې د وژل شويو ژورنالستان ياد غونډهانځور: picture-alliance/dpa/T. Mondal

د رسنيو ۴۴ مسلکي کارکوونکي په هغو سيمو کې وژل شوي چې وسله والې شخړې پکښې روانې دي، خو ۳۶ تنو یې بیا په نورو سيمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. د تېر کال په څېر مکسيکو هغه هېواد دی چې وسله واله جگړه پکښې نشته خو تر ټولو زيات خبريالان پکښې په قتل رسيدلي دي. په مکسيکو کې په ځانگړي توگه فساد او د مخدره موادو سره تړلي جرمونه خطرناکې موضوگانې دي او ژورنالستان د خطر سره مخامخوي.

د «بې سرحده خبريالانو» په حواله په دې هیواد کې له خطر سره د مخامخ ژورنالستانو د ساتنې له پاره کافي او اغيزمن گامونه نه پورته کيږي.

د رپوټ په حواله د تېر کال په پرتله په روان کال کې دوه برابره زيات ولسي ژورنالستان وژل شوي او شمير یې ۱۳ تنو ته لوړ شوی دی. ولسي ژورنالستان په هغو هېوادونو کې چې مطلق العنان رژيمونه لري او يا پکښې جگړې رواني وي، د خبر رسونې په برخه کې ډېر مهم نقش لوبوي، ځکه په دغه هېوادونو کې مسلکي ژورنالستان ډېرو ساحو ته د ورتگ اجازه نه لري. خو په عين حال کې همدا ساحې هغه سيمې دي چې د خپلواکو خبريالانو له پاره ډېرې خطرناکې دي.

۱۵۰ ژورنالستان بنديان دي

د ژورنالستانو وژل يوازينې ستونزه نه ده. د رسنيو د مسلکي کارکوونکو د نيولو پېښې هم ډېرې زياتې شوې دي. په ۲۰۱۷م کال ۱۰۷ کسان نيول شوي ول خو د ۲۰۱۸م کال د دسمبر تر لومړۍ نیټې پورې په ټوله نړۍ کې ۱۵۰ تنه ژورنالستان په زندان کې ول. د دې وجه د آنلاين ژورنالستانو او رسنيو پر وړاندې د قوانينو سختول دي، د مثال په توگه په چين، مصر، ايران او سعودي عربستان کې.

Deniz Yücel, Demonstration gegen in der Türkei inhaftierte Journalisten
ترکی الاصله آلمانی خبريال دينز يوجل په ترکيه کې تر يو کال زيات بندی ووانځور: picture alliance / rtn - radio tele nord

د «بې سرحده خبريالانو» د ټولنې په حواله په چين کې وضعه ډېره خرابه ده. دغلته ۶۰ تنه خبريالان بنديان دي چې ۴۶ یې ولسي ژورنالستان دي. له دوی څخه ځينې يوازې پر مسينجر او يا پر نورو ټولنیزو رسنيو کې يوازې د يوه پوست له کبله نيول شوي دي. په چين کې زياتره دا بنديان د تيري او شکنجې ښکار کيږي. لس ولسي ژورنالستان د خرابې روغتيايي وضعې له کبله له خطر سره مخامخ دي او د دې امکان شته چې په زندان کې مړه شي.

په ترکيه کې هم ستونزه موجوده ده

کله چې د خبريالانو د نيول کيدو او يا بندي کيدو خبره کيږي نو ترکیه یې هم يو مثال دی. د ناټو دغه غړی هېواد په هغو ملکونو کې شميرل کيږي چې په ټوله نړۍ کې پکښې تر ټولو زيات مسلکي ژورنالستان د هغوی د کار له کبله په زندان کې دي. دا چې د ۲۰۱۷م کال په پرتله یې شمير کم دی په دې معنی نه ده چې په دې هیواد کې وضعه ښه شوې ده.

د «بې سرحده خبريالانو» ټولنه غواړي چې د رسنيو د کارکوونکو د تعقيب پر ضد لاس په کار شي. دا غير دولتي سازمان له اوږدې مودې راهيسې د ژورنالستانو د ساتنې په موخه د ملگرو ملتونو د يوه ځانگړي استازي غوښتنه کوي. د ټولنې په حواله ځانگړی استازی به وکړای شي د غړيو هېوادونو هغه هلې ځلې چې د ژورنالستانو د ساتنې له پاره یې کوي منظمې کړي او د موجودو نړيوالو قوانينو په عملي کولو کې مرسته وکړي.