1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تازه: په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې نه کیږي

۱۳۹۷ مهر ۲۷, جمعه

د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا جنرال رازق ته د نوې رتبې د ورکړې ترڅنګ په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ له پاره و ځنډولې. په دې ترتیب تر غزني وروسته کندهار دوهم ولایت دی چې ټاکنې پکې نه کیږي.

https://p.dw.com/p/36oPB
Afghanistan - Wahl
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د کندهار تر پیښې وروسته او د دغه ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدلرازق تر وژل کیدو وروسته به په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ له پاره وځنډول شي.

ولسمشر غني د ملي امنیت په شورا کې د کندهار د ټاکنو د ځنډولو سربیره د دې ولایت امنیه قوماندان ته د ستر پاسوال رتبه هم ورکړه. د ملي امنیت د شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله راغلي دي: « د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست په جلا وړاندیزونو او د هېواد د جمهور رئیس په منظورۍ د کندهار مخکېني امنیه قومندان شهید جنرال عبدالرازق ته د ستر پاسوالۍ او د کندهار د امنیت مخکېني رئیس شهید جنرال عبدالمومن حسین خېل ته د ډګر جنرالۍ  رتبې ورکړل شوې.»

Afghanistan - Polizeichef der Proninz Kandahar Afghanistan, Abdul Raziq
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د غونډې په بله څنډه کې په کندهار ولایت کې د ټاکنو د نه کیدو په هکله هم مهمه پریکړه وشوه. د ملي امنیت د شورا په اعلامیه کې راغلي چې د کندهار د ولسونو او د ټاکنو د کمیسیون په غوښتنه به د ولسي جرګې ټاکنې د یوې اونۍ له پاره وځنډول شي. د ملي امنیت د شورا په اعلامیه کې په دې هکله راغلي: «د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وړاندیز د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه چې د کندهار د پرونۍ پېښې له امله دې په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډېږي. په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کیدو نیټه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړي.»

په دې ترتیب کندهار تر غزني ولایت وروسته دوهم ولایت دی چې پکې د ولسي جرګې ټاکنې نه ترسره کیږي. افغانان د شنبې په ورځ د تلې په ۲۸ نیټه د ولسي جرګې له پاره تر درې کلن ځنډ وروسته خپل نوي استازي ټاکي. د ولسي جرګې ټاکنې لا له وړاندې د خراب امنیت او احتمالي درغلیو له تهدید سره مخ دي.

په عین حال کې  طالبانو د ټاکنو په  ورځ د سړکونو د تړلو ګواښونه کړي او له خلکو غواړي چې په دې ټاکنو کې برخه وانه خلي. دغې ډلې تر دې وړاندې د افغانستان له ټولو ښوونکو او زده کونکو هم غوښتي وو چې په ټاکنو کې برخه وانه خلي او د دې اجازه ورنکړي چې د دوی ښوونځي د ټاکنو د مرکزونو په توګه وکارول شي.

د افغانستان حکومت بیا له خلکو غوښتي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د دې لړۍ د خوندیتوب له پاره یې له ۵۰ زره ډیر امنیتي سرتیري ګمارلي دي.