1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: ايا د مسلمانانو ضد ترهګري په موږ اړه نه لري؟

۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

په نوي زيلند کي پر دوو مسجدونو باندې تر بريد وروسته د آلمان په سياستوالو او رسنيو کي حيرانونکي خاموشي ده. د آلمان ږغ تلويزيون کوربه جعفر عبدالکريم په خپله تبصره کي پوښتي چي ايا موږ ته د دغو پيښو قربانيان مهم نه دي؟

https://p.dw.com/p/3FMsq
Christchurch Al-Nur-Moschee  Poliezi
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua/G. Lei

زه د يکشنبې په ماښام (د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۷مه نېټه) په برلين کي د نوي زيلند د سفارت دباندي ولاړ وم. زما سربیره دوه نور کسان هم هلته راغلي ول. که رشتيا ووايم نو زه وبېرېدم او له هغه راهيسي فکرمند يم. په ما کي يو شی سته چي د دغو پوښتنو ځوابونه لټوي: د نوي زيلند د کرایست چرچ ښار د بريدونو د قربانيانو په وړاندي په آلمان کي د خلکو غمشريکي ولي دومره کمه ده؟ ولي له قربانيانو سره د پيوستون په مقصد لوی لاريونونه نه سته؟ کيدای سي چي د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر پر حقه وي چي وايي اسلام له آلمان سره تړاو نه لري. زه له ځان سره بل استدلال نه سم کولای.

مسلمانان په عربي نړۍ او هم په آلمان کي له ځان څخه پوښتنه کوي: که د يادو پيښو قربانيان مسلمانان نه وای او بريدګر مسلمان وای، نو ايا رسنيو به پرې بل ډول تبصرې کړي وای؟ ولي ځیني کسان له دې ډه ډه کوي چي شکمن بريدګر ته د ترهګر لغت وکاروي؟ داسي معلوميږي لکه ترهګر چي بايد خامخا هميشه يو خاص دين ولري. په دغه ترهګر بريد کي موضوع په بل ډول ده او هغه دا چي مسلمانان په دغه پېښه کي قربانيان دي او نه بريدګر.

ولي نړيوال سياستوال د پاريس د بريدونو وروسته د تر سره سوي لاريون په شان راغونډ نه سول چي د کرایست چرچ دغه جنايت ضد احتجاج وکړي؟ کله چي ما د نوي زيلند د پيښو پر موضوع د خپل تلويزيوني پروګرام «الشباب تاک» له پاره چمتووالی نيوی نو زياتو کتونکو راته ياده پوښتنه او ورته نوري پوښتنې رالېږلې وې. زه هم له ځانه پوښتنه کوم: ايا موږ په آلمان کي په هغه طرزالعمل اخته کيږو لکه په عربي نړۍ کي چي انسانان پرې اخته دي؟ لکه په عربي نړۍ کي چي کله قربانيان مسلمانان نه وي نو پر ضد يې ږغونه هم لوړ نه وي او خواخوږي او پېوستون ورسره هم زيات نه وي.

که د نوي زيلند د پښي ترهګر مسلمان وای، نو يو وار بيا به ټول اسلام د توجه مرکز وای. اوس ترهګر يو سپين پوستی سړی دی او د ولس هيڅ ډله د دې له پاره مسؤله نه نيوله کيږي، بلکه بريدګر تنها يا واحد عامل ګڼل کيږي. د يو واحد کس عمل څه وخت د يوې ډلې له پاره استازيتوب بلل کيږي او کوم وخت نه؟ د کرایست چرچ د پيښي په ترڅ کي له هيڅ ولسي ډلې څخه دا غوښتنه نه کيږي چي له هغې څخه فاصله ونيسي. د دې تر څنګ سپين پوستي نارينه له دې بيري سره هم نه دي مخامخ چي په هوايي ډګر کي به يې لا دقيق کنترول کيږي.

په آلمان کي اوسېدونکي مسلمانان بېره لري

په امريکا متحده ايالاتو کي يوې څېړنې ښودلې ده چي که په يوه قضيه کي عامل کس مسلمان وي نو رسنۍ يې په هکله په پرتليزه توګه زيات راپورونه خپروي. دا دې سربیره چي په متحده ايالاتو کي د ښې اړخي افراطینو سره تړلي بريدونه په ښکاره توګه په شمېر کي زيات دي. د دغې پلټنې پايلي ښيي چي هغه عاملين چي مسلمانان ول د غير مسلمان عاملينو په پرتله پرې ۴۴۹ سلنه زيات راپورونه خپريږي. دا چي آيا په آلمان کي همداسي ده که نه، په هکله يې تر اوسه د کومې څېړنې پايلي نه دي خپرې سوي.

د کرایست چرچ د بريد څخه دوې ورځي وروسته په ځینو آلماني رسنيو کي پر ياده موضوع نور هيڅ سرليکونه نه ول. د دغو رسنيو د پاڼو په پای کي د يادي پيښي په تړاو يو څه معلومات خپاره سوي ول. پر دغه موضوع تلويزيوني مباحثې ولي نه تر سترګو سوې؟

په آلمان کي نژدې پنځه میليونه مسلمانان ژوند کوي. زه د تېرې جمعې په ورځ يوه مسجد ته تللی وم او هلته مي له مسلمانانو سره د نوي زيلند د بريدونو په تړاو خبري وکړې. هو، زياتو کسانو راته وويل چي دوی بيريږي او ځانونه ناامنه احساسوي. پوليس هر کال په سلونو مسلمان ضد قضيې ثبتوي. د آلمان په درېسدن ښار کي پر يو مسجد حتی بمي بريد تر سره سو. د ۲۰۱۸ کال په لومړيو ۹ مياشتو کي د لومړيو معلوماتو له مخي په آلمان کي ۵۷۸ اسلام ضد جرمي اعمال ثبت سوي ول. په دغو قضيو کي تقريبا هميشه مجرمين ښه اړخه افراطيان ول.

ترهګري دين نه پېژني

يوې حجاب لرونکي مېرمني ماته وويل: «زه بيره لرم چي په آلمان کي هم داسي څه پيښ سي.» هغه له خپل دغه نظر سره په آلمان کي يوازنۍ مسلمانه نه ده. موږ بايد هغه څه هير نه کړو چي په ۲۰۰۹ کال کې د آلمان د درېسدن ښار په محکمه کي پېښ سول. هغه وخت يوه ښې اړخي افراطي يوه په خټه مصرۍ مسلمانه مېرمنه مروه شيربيني په محکمه کي په چړو ووهله او هغه يې ووژله.

زه چي کوم مسجد ته ورځم، هغه د آلمان د اساسي قانون د ساتنې د استخباراتي ادارې (د آلمان داخلي استخباراتي اداره) له خوا تر څار لاندې دی. شیطاني کړۍ يا دايره همدلته تکميليږي. زه هميشه دا خبره اورم چي ګواکي ګناه په خپله د مسلمانانو ده او دا چي د هغوی دین د دیموکراسۍ سره همږغی نه دی. زه په دې نظر يم چي انتقاد دي وي خو مسلمان قربانيان همدردۍ ته هم اړتيا لري. فرق کول بايد ممکن واوسي.

د نوي زيلند د کرایست چرچ ښار په دوو مسجدونو کي مسلمانان د عبادت کولو پر وخت وژل سول. هغوی بې ګناه ول. د دين او مذهب آزادي او د دين آزاد عملي کول يو بشري حق دی چي بايد احترام ورته وسي او ساتنه يې وسي. دا حق د لوېديځ د هر اساسي قانون يوه برخه ده. څوک بايد د اسلام په وړاندي انتقاد او له اسلام سره د ضديت تر منځ فرق وکړي. ځکه چي مسلمانان د توندلاري اسلامستي اسلام استازيتوب نه کوي بالکل هغسي لکه اروپايان چي د نوي زيلند د بريد د عامل ښې اړخي تفکر او نظريې استازيتوب نه کوي.

زه مخ په وړاندي هم د تشريحاتو په لټه کې يم: ايا دا ممکنه ده چي نوي زيلند ډېر ليري دی او له همدې کبله له قربانيانو سره اړين پيوستون نه سو احساسولای؟ ايا موضوع به بل ډول وای که دغه پېښه په آلمان يا اروپا کي پېښه سوې وای، ځکه چي موږ ځان اروپايان یا آلمانان احساسوو؟ خو انسانان هر چيري چي وي انسانان دي. دا مهمه نه ده چي له کوم دين يا قوم سره تړاو لري او يا دا چي د پوستکي رنګ يې څنګه دی.

هو، د دې ګواښ موجود دی چي يوه ورځ بیا کوم توندلاري مسلمانان کوم ترهګر بريد تر سره کړي. په هغه وخت کي هم موږ بايد چي له قربانيانو سره خامخا پيوستون وښيو، ولي چي ترهګري دين نه پېژني.

د مبصر پېژندنه:
جعفر عبدالکريم ۳۷ کلن دی او د آلمان ږغ دويچه وېله عربي تلويزيون د «شباب تاک» نومي د ځوانانو له پاره د خپرونې پرمخ بېوونکی او مسؤل دی.

Deutsche Welle Jaafar Abdul Karim | Dreharbeiten zu Shababtalk im arabischen Sendegebiet
جعفر عبدالکريمانځور: DW