1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه شوې

۱۴۰۱ اسفند ۱۸, پنجشنبه

تر ۲۰ ډېرو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو له افراطي ډلي څخه غوښتي دي چې ټولې هغه پرېکړې دې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه او ازادۍ محدودوي.

https://p.dw.com/p/4ORGV
Afghanistan | Frauendemonstrationen in Kabul
انځور: STRINGER/REUTERS

د یادو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوه، ویل شوي چې په افغانستان کې په تېر یو نیم کال کې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندي کول، په نړۍ کې تر ټولو قوي ضربه ده. جرمني، استرالیا، فرانسه، ایټالیا، بلجیم، هالنډ، بلغاریا، کاناډا، ډنمارک، فنلنډ، نیوزیلنډ، سویلي کوریا، سویډن، سویس، ترکیه، انګلستان، جاپان، سعودي عربستان، قطر، هسپانيا، امریکا متحده ایالات، عربي اماراتو او د اروپايي ټولنې استازو دغه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

په دې اړه اړوند مطلب: ګوتېرش د ښځو د حقونو په برخه کې د پراخ پر شاتګ خبرداری ورکړ

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د زده کړو، په عامه برخه کې د سیاسي فعالیتونو، د کار او امکاناتو په برخه کې لاسرسی نه ورکول کېږي.په یاده اعلامیه کې راغلي: «که دا د اندېښنې وړ تدابیر لغو نه شي، نو د افغانستان پر اقتصاد او ټولنې به یې ناوړه اغېزې ویجاړونکي او نه جبرانېدونکي وي؛ هغه اغېزې چې هر افغان به یې احساس کړي.»

زموږ فيسبوک پاڼه هم در سره تعقيب کړئ

د دغو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همدا شان ویلي: «موږ په ګډه له طالبانو غواړو چې د افغانستان ټولو خلکو ته درناوی ولري، له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي او هغه ټولې پرېکړې او کړنلارې لېري کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي ازادي محدودوي.»

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

په ورته وخت کې له سعودي عربستان او قطر په څېر هېوادونو څخه په نړیواله کچه د بشري حقونو د سرغړونو له امله نیوکې کېږي. د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي پر ۱۵ نېټه کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو ازادۍ په جدي توګه محدودې شوې. د بېلګې په توګه، دوی اجازه نه لري چې په ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړي یا په مرستندویو سازمانونو کې کار وکړي.

سربیره پر دې، ښځې له عامه پارکونو او سپورتي کلبونو څخه منع دي. د تېر کال په پای کې طالبانو د روغتیا او پوهنې له برخو پرته په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

hm/af (dpa, AFP)