1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر ۲۱۰۰ م کاله به د نړۍ نفوس نږدې ۱۱ میلیارده وي»

۱۳۹۸ خرداد ۲۸, سه‌شنبه

د نړۍ د نفوس په هکله د ملګرو ملتونو په نوي رپوټ کې وړاندوینه شوې ده چې په راتلونکو اتو لسیزو کې به د نفوسو وده سسته وي. د دغه رپوټ پر بنسټ د روانې پيړۍ تر پایه به د ځمکې پر مخ نږدې ۱۱ میلیارده انسانان ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/3Kd81
Indien Geburtenrate
انځور: Getty Images/AFP/A. Dey

د ملګرو ملتونو له خوا په خپور شوي پخواني رپوټ کې وړاندوینه شوې وه چې د روان کال تر پایه پورې به د ځمکې پر مخ د انسانانو شمیر تر ۱۱ میلیاردو زیات شي. خو په نوي رپوټ کې ویل شوي دي چې له نن څخه ۸۱ کاله وروسته به په ۲۱۰۰ م کال کې د نړۍ د نفوسو شمیر ۱۰،۹ میلیارده وي.

د نوموړي رپوټ پر بنسټ په اوس وخت کې د نړۍ د نفوسو شمیر ۷،۷ میلیارده دی چې تر ۲۰۵۰م کاله پورې به ۹،۷ میلیاردو ته لوړ شي.

خو تر هغه وروسته به د پيړۍ په نوره نيمايي کې د ځمکې پر مخ د نفوسو د زیاتوالې بهیر دومره په چټکې سره پرمخ لاړ نه شي او دغه زیاتوالی به یوازې ۱،۲ میلیارده وي.

د ملګرو ملتونو له خوا د نړۍ د نفوس اړوند په دې نوي رپوټ کې ویل شوي دي چې نوموړي ادارې دوه کاله مخکې تر ۲۱۰۰ م کاله پورې د نړۍ د نفوسو شمیر تر ۱۱،۲ میلیارده پورې اټکل کړی وو، خو په نوي رپوټ کې هغه تر ۱۰،۹ میلیارده اټکل شوی دی.

له دغو ارقامو څخه معلومیږي چې کارپوهان په دې اند دي چې د روانې پیړۍ په پای کې به د ځمکې پر مخ د وګړو شمیر د پخوانیو اټکلونو څخه ۳۰۰ میلیونه کم وي.

د افریقا په نفوس کې په پرله پسې ډول زیاتوالی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د دې کموالي یو لوی دلیل په پرمختللو هیوادونو کې په پرله پسې ډول د ماشوم زیږونې د کچې کموالی ښوولی دی، په داسې حال کې چې د پرمختګ پر لور هیوادونو کې اوس هم د نفوسو د ډیریدو بهیر په ډیرې چټکۍ سره پر مخ روان دی. همدا دليل دی چې په راتلونکو ۸ لسیزو کې به په مختلفو لويو وچو کې د نفوسو شمیر هم تغیر وکړي.

د دې خبرې یو مهم اړخ دا دی چې په تر ټولو لږ پرمختللي براعظم افریقا کې چې نن یي هم اوسیدونکي له بی وزلۍ څخه ډیر سخت رنځ وړي، د نفوسو شمیر په ډیرې چټکې سره مخ پر زیاتیدو دی. په ځانګړي توګه د افریقا د سترې صحرا په سويل کې په پرتو هیوادونو کې به نفوس تر ۲۰۵۰ م کاله پورې دوه برابره شي.

Indien Bevölkerungswachstum
هند هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نفوسو د زیاتیدو کچه یې ډیره لوړه ده.انځور: Getty Images/B. Boro

په نفوسو کې زیاتوالی او نهه لوې هیوادونه

د ملګرو ملتونو د دې رپوټ پر بنسټ، په نړۍ کې د نفوسو د زیاتوالي مسئولیت یوازې ۹ هیوادونو ته ورګرځي، په کوم کې چې هند او پاکستان هم شامل دي.

په دغه ۹ هیوادونه کې هندوستان، نایجیریا، پاکستان، کانګو جمهوريت، ایتوپيا، تنزانیا، اندونیزیا، مصر او امریکا متحده ایالاتو شامل دي.

بل لور ته که د امریکا او اروپا په مختللو هیوادونو کې د انسانانو د زیږیدنې او مړینې تناسب ته وکتل شي نو په دغو دواړو براعظمو کې به تر ۲۱۰۰م کاله پورې د نفوسو په شمیر کې ډیر لږ یعنې یوازې ۲ سلنه زیاتوالی رامنځته شي.

د عمر اوسط لوړیدل

د نړۍ د نفوسو په اړه د نوي رپوټ پر بنسټ د انسانانو د عمر اوسط هم په پرله پسې ډول لوړیږي. په اوس وخت کې په اوسط ډول د نړۍ پر مخ هر انسان شاوخوا ۷۲،۶ کاله عمر کوي، چې د ۱۹۹۰ م کال په پرتله ۸ کاله زیات دی. تمه کیږي چې تر ۲۰۵۰م کاله پورې به دغه اوسط ۷۷،۱ ته ورسیږي.

د دغه رپوټ په اساس په اوس وخت کې د نړۍ پر مخ هر یولسم کس تر ۶۵ کلنۍ لوړ عمر لري. تر ۲۰۵۰ م کاله به هر یو ۶ انسان تر ۶۵ کلونو ډیر عمر ولري. سربیره پر دې په ۲۰۱۸ م کال کې د نړۍ پر مخ د هغو انسانانو شمیر چې تر ۸۰ کلونو ډير عمر یې درلود ۱۴۳ میلیونه وو، چې په راتلونکو دریو لسیزو کې به د داسې کسانو شمیر درې چنده او ۴۲۶ میلیونو ته ورسیږي.

 (dpa, epd/sn/bs