1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: «ايران به ژر خبرو ته حاضر سي»

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

له ايران سره د اټومي شخړي پر سر د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ پر دې ټينګار کوي چي د متحده ايالاتو له خوا سخت اقدامات به ايران خبرو اترو ته اړباسي. د جرمني خارجه وزير ماس بيا په سيمه کي د کړکيچ له زياتيدو څخه خبرداري ورکوي.

https://p.dw.com/p/3Ib6U
Donald Trump
انځور: Reuters/C. Barria

د امريکا ولسمشر اوس هم پر دې  ټينګار کوي چي پر ايران باندي د هغه له خوا سخت فشار به د نوموړي هيواد مشرتابه دې ته حاضر کړي چي د مذاکراتو ميز ته کښيني. ترمپ د تويتر له لاري په يوه لنډ پيغام کي ليکلي« زه په دې خبره مطمين يم چي ايران به ډير ژر خبرو اترو ته حاضر سي».

په تيرو ورځو کي هم ترمپ، د اضافي بنديزونو لگول، د ايران له خوا د خبرو اترو له تياري سره ارتباط ورکړی دی. هغه تيره اوونۍ ويلي دي چي دی په خپله له ايران سره خبرو اترو ته تيار دی.

کړکيچونه مخ پر زياتيدو دي

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس، له ايران څخه د اټومي پروګرام د لا محدودولو غوښتنه کوي چي د ۲۰۱۵م کال، د هغه اټومي تړون په پرتله نوره هم زياته ده چي ترمپ يو کال مخکي ورڅخه وتلي دی. سربيره پر دې ترمپ د راکټي پروګرام د محدوديدو او په منځني ختيځ کي د ايران د فعاليتو د درولو غوښتنه کوي.

د ايران او واشنګټن ترمنځ کړکيچ هغه وخت خپل اوج ته ورسيد چي يوه اونۍ مخکي له اټومي تړون څخه د ترمپ د وتلو يو کال پوره سو. د امريکا حکومت د ايران د معادنو د استخراج او سکرو د سکتور پر وړاندي بنديزونه وضع کړل او تهران بيا اعلان وکړ چي د اټومي تړون له ځينو مادو څخه به تير سي.

امريکا له عراق څخه خپل ديپلوماتان باسي

متحده ايالات يوه الوتکي وړونکې بيړۍ او جنګي الوتکي په منځني ختيځ کي ځای پر ځای کړې چي دليل يي د ايران له خوا احتمالي ګواښ په ګوته سوي. څه موده مخکي د امريکا خارجه وزارت، له عراق څخه د خپلو ديپلوماتانو زياته برخه راوايستله.

حکومتي چارواکو چي نه يي غوښتل نومونه يي ياد سي، ويلي دي چي ددغو ديپلوماتو له پاره د هغو عراقي مليشو له خوا خطر متوجه وو چي د ايران د انقلابي ګارد «سپاه پاسداران» د امر تابع دي.

ماس: وضعيت ډير د انديښنې وړ دی

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس خبرداری ورکوي چي که له ايران سره اټومي تړون په بشپړ ډول لغوه سي، نو په منځني ختيځ کي به حالت سخت کړکيچڼ سي.

د جرمني په پارلمان کي د سوسيال ديموکرات له ګوند څخه نوموړي سياستوال ويلي دي: «موږ بايد ټولي هڅي وکړو تر څو د يوه پوځي اقدام مخنيوی وسي.»

ماس وضعيت سخت جدي بولي او له امريکا متحده ايالاتو څخه يي غوښتي دي چي پر يوه ډيپلوماتيک حل باندي کار وکړي. هغه ټينګار وکړ چي تر حده زيات فشارونه د دې خطر رامنځته کوي چي داسي يو کړکيچ رامنځته سي چي ښايي قصدي نه وي.

(G.P/N.Z/(afp, dpa