1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ بیت المقدس د اسرائلیو د پلازمینې په توګه وپیژاند

۱۳۹۶ آذر ۱۵, چهارشنبه

په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال تر څو ورځني ځنډ وروسته بلاخره ولسمشر ترمپ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه اعلان کړ او حکومت ته یې سپارښتنه وکړه چې سفارت هم دې ښار ته انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/2otoh
USA Trump erkennt Jerusalem als Hauptstadt Israels an
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دې اعلان سربیره د امریکا حکومت بیا په ځانګړې توګه د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه وکړه چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږد چارې دې هم پیل کړي. نوموړي په دې خبري ناسته کې همدا راز د بیت المقدس د حالت په هکله د تیرو حکومتونو اقدماتو او د دوی سیاست ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې تیرو حکومتونو د سولې له پاره ځینې اقدامات کړي وو چې پایلې یې نه دي ورکړي.

ترمپ همدا راز زیاته کړه چې چې اوس وخت رسیدلی چې ټول د سولې له پاره کار وکړي او پر نړیوالې سولې یې هم ټینګار وکړ.

نړیوال غبرګونونه

تر دې اعلان وړانډې عرب لیګ، فلسطینیانو او اردن امریکا متحده ایالات بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږد له امله ګواښ کړی وو. د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د سولې د تیرو اخبرو اترو په ترڅ کې د دې ښار حالت یو مهم کړکیچن خنډ پاتې شوې.

د امریکا کانگرس په ۱۹۹۵ کال کې پریکړه کړې وه چې په اسرائیلو کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت دې بیت المقدس ته ولیږدول شي. خو دغه پریکړه له هغه وخت څخه را په دیخوا د امریکا ټولو ولسمشرانو ځڼدولې او هر شپږ میاشت یې دغه ډول ځنډ ته دوام ورکړی. بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لیږدول، په دی معنی گڼل کیږي چې گواکې امریکا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینی په توگه په رسمیت پیژني، هغه څه چې عربي نړۍ ور سره مخالفت لري.

په عین وخت کې عرب لیګ او فسلطینیانو بیت المقدس ته د امریکا د سفارت له امله متحده ایالاتو ته ګواښ کړی وو او ویلي یې وو چې دې ته ورته یو اقدام به د سولې پخوانۍ خبرې اترې وځنډوي او په دې کړکیچ ځپلې سیمه کې به د زور زیاتیو نوې څپې رامنځ ته کړي.

د تیرې یکشنبې په ناوخته، د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن سفادي هم یو خبردارۍ خپور کړی. نوموړي ویلي چې هغه دغه مسئله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره مطرح کړې. نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو چې: «دغه راز یوه پریکړه به د عرب مسلمانې نړۍ په منځ کې غصې راوپاروي، ستونزې به ډیرې او د سولې هڅې له خطر سره مخ کوي.»

په دې لړ کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی، چې د اسرائيلو د پلازمېني په توگه د بیت المقدس په رسمیت پيژندل به سیمه ايزي ترینګلتیا ته لا پسې لمن ووهي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل، د سه شنبې په ورځ امریکا متحدو ایالاتو ته له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د دغه هیواد د سفارت د انتقالولو د خطر په هکله خبرداری ورکړی وو.

ګابریل ویلي وو چې «د بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه په رسمیت پيژندل به کړکیچ آرام نه کړي، بلکې نوره به هم ورته لمن وهي.» هغه یادونه کړې ده چې «دا د هر چا په ګټه ده چې دغه کار تر سره نه شي.»

نړیوالې ټولنې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه او یا د دوی د ځمکني تمایت د بشپړې برخې په توګه لا نه دی پیژندلی کوم چې په ۱۹۶۷م کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د اسرائیلو له لورې تر ولکې لاندې راوستل شو.

Israel Jerusalem Panorama
د فلسطین او اسرائلیو د سولې د خبرو له پاره بیت المقدس یوه جنجالي موضوع دهانځور: Reuters/A. Awad

د بیت المقدس مسله

د بیت المقدس حقوقي موقعیت د اسرائیلیانو او فلسطینانو تر منځ د سولې په پخوانۍ خبرو اترو کې په ځانګړې توګه د حاکمیت ویش او د مقدسو ځایونو د څارنې موضوع په هکله یو له مهمو خنډونو څخه وو. یوه بله لویه موضوع د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د غیر قانوني هستوګنځایونو جوړیدل دي.

خو له دې سره سره هم، اسرائیلي چارواکو د ترمپ له ادارې څخه غوښتي ول چې په دې هکله پریکړه وکړي. د اسرائیلو د دفاع وزیر اویګدور لیبرمن، پر سپینې ماڼۍ غږ کړی وو چې «د تاریخي فرصت» څخه په ګټې اخیستنې سره بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینې په توګه وپیژني او هیله یې څرګنده کړې وه چې «د امریکا سفارت په راتلونکي اوونۍ او یا میاشتې کې په بیت المقدس کې وویني.»

اروپا هم اندیښنه څرګنده کړې

د امریکا متحدو ايالاتو دغه وړانديز په اروپا کې له شک او خبرداریو سره مخامخ شوی دی. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې ترمپ ته یې یاده کړې ده چې د بیت المقدس حقوقي موقعیت د دوو دولتونو د حل لارې په مذاکراتو کې مشخص شي.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر ریکس تیلرسن سره د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسوولي فدریکا موګیرني، تر ملاقات وروسته ویلي وو چې هر هغه اقدام چې د سولې د خبرو اترو د بیا پیلیدو هڅې کمزوري کوي «باید په بشپړ ډول ترې ډډه وشي.»

د بیت المقدس د نن او پرون حالت په هکله انځوریز رپوټ زموږ له آرشیف څخه: