1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له خپل دریځه اوښتی

۱۳۹۷ تیر ۲۷, چهارشنبه

ترمپ اوس ادعا کوي چې هغه مهال يي لفظي اشتباه کړې ده چې ویلي یې ول داسې کوم علت نه ویني چې ولې به روسیې د امریکا په ټاکنو کې مداخله کړي وي. هغه له خپله دریځه اوښتی او د امریکا پر استخباراتو يې بشپړ باور ښوولی.

https://p.dw.com/p/31e4U
USA, Washington: Trump kommentiert das Treffen mit Putin im US-Kongress
انځور: picture-alliance/O. Douliery

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ هڅه وکړه چې په هیلسنکي کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبري کنفرانس د څرګندونو وضاحت وړاندې کړي. دغه خبري کنفرانس په متحدو ایالاتو کې د غوسې د راپاریدو سبب ګرځیدلی دی.

د دوشنبې په ورځ ترمپ چې د پوتین تر څنګ په هیلسنکي کې ولاړ وو د خپل هیواد د استخباراتو پر دې اروزنه یې شک څرګند کړی وو چې ګنې روسیې په ۲۰۱۶م کال کي د امريکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې احتمالي لاسوهنه کړې وه. ترمپ ویلي ول: «داسې هیڅ کوم دلیل نه ویني چې داسې به وي.»

ترمپ د سه شنبې په ورځ د دې موضوع په هکله په ډانګ پیلي خبرې وکړې او خپله وینا یې تر مخه د چمتو شوي متن له مخې وویله. په داسې حال کې چې هغه د هیواد دننه په ګډه د جمهوري غوښتونکو، دیموکراتانو او استخباراتو کړیو له غبرګون سره مخامخ دی په حیرانۍ سره وویل «څه روان دي او ستره معامله څه ده؟»

هغه په هیلسنکي کې د خپلې وینا متن بیا تکرار کړ او وضاحت یې ورکړ چې لفظي تیروتنه یې کړې ده. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «ما د [داسې نه وي] پر ځای د [داسي وي] توري کارولی دی.»

د ترمپ په خبره «دا جمله باید داسې ویل شوې وای چې [زه هیڅ دلیل نه وینم چې په دې کې به روسیه نه وي] چې یو ډول دوه واري نفې کوونکې جمله ده.»

ترمپ په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل چې هغه پر خپلو استخباراتي ادارو باندې بشپړه عقیده او د هغوی ملاتړ لري.

د هیلسنکي سفر «یو له بریالیو ملاقاتونو»

ترمپ د خپلو څرګندونو پر مهال پر خپل دې باور ټینګار وکړ چې دا سم کار وو چې له روسیې سره پرمخ ولاړ شي [جوړ جاړی وشي] او اروپا ته د خپل سفر د درو تمځایونو بریا یې برجسته کړه. ترمپ په هیلسنکي کې ویلي ول: «دا ملاقات د ناټو د ملاقات په څیر بریالی وو، زما په آند دا زموږ تر ټولو بریالی سفر وو.» هغه پر رسنیو باندي د ناټو د غونډې د سم رپوټ نه ورکولو تور هم پورې کړ.

کانګرس ښایی کوم اقدام وکړي

د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو یو شمیر سناتوران د روسیې پر وړاندي د سختو بندیزونو د وضع کولو ملاتړ کوي. د جمهوري غوښتونکو سناتور مېچ مک کونل او د ولس د استازو د مجلس مشر پاول راین، د روسیې حکومت «تهدیدونکی» بللی او ویلي یې دي ښایي د روسیې پر وړاندې د نورو اضافي بندیزونو په هکله غور وکړي.

د متحدو ایالاتو قانون جوړونکو د یوه پریکړه لیک د وړاندي کولو سپارښتنه کړې ده چې د استخباراتي ادارو ملاتړ څرګند شي او د سایبري یا انترنتي بریدونو د مخنیوي په موخه د ټاکنو د امنیت په برخه کې نوره پانګونه وشي.