1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له والدينو د مهاجرو ماشومانو د نه جلا کيدو لارښوونه کړې

۱۳۹۷ خرداد ۳۱, پنجشنبه

سخت کورني او بهرني غبرګونونه د دې لامل شول چې ولسمشر ترمپ د مکسيکو پر پوله د مهاجرو کورنيو څخه د هغو د ماشومانو جلا کيدل ودردوي. تر دې دمخه پر دغه پوله مهاجر ماشومان د هغوی له والدينو جلا کيدل.

https://p.dw.com/p/3015P
USA | Präsident Donald Trump unterzeichnet Executive Order zur Beendigung der Trennung von Kindern und Eltern
انځور: picture-alliance/dpa/Abac Press/O.Douliery

که څه هم د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د مکسيکو پر سرحد د مهاجرو د کورنيو د نه جلا کيدو فرمان صادر کړ، خو تر څنګ يې ټينګار هم کړی دی چې په سرحدي سياست کې به يې کوم بدلون رامنځ ته نه شي. 

دونالد ترامپ له هغه وخته چې په سپينه ماڼې کې يې د امريکا متحده ايالتو د ولسمشر په توګه په کار پیل کړی دی، د مهاجرت په تړاو يې يو سخت سياست غوره کړی دی. خو هغه د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون ۲۰مه) په دې برخه کې د يو نسبي نرمښت په ښوولو سره يو داسې فرمان امضا کړ، چې له مخې به يې د مکسيکو په سرحد کې د امريکا خاورې ته تازه داخليدونکي مهاجر ماشومان له خپل مور او پلار څخه نه جلا کيږي.

د دغه فرمان پر اساس، وروسته له دې به ماشومان او تنکي ځوانان د خپل مور او پلار سره يو ځای په سرحد کې جوړو شوو موقتي هستوګنځايونو کې ساتل کيږي. په دغه قانون کې استثنا هم شتون لري او هغه دا چې که چيرته د دې تشخيص کیږي چې د ماشوم توقیفول د هغه روغتيا له رواني او جسمي اړخه زيانمنوي، بيا ورباندې دغه قانون نه اجرا کيږي.

د کورنيو يو ځای اوسيدو پلوي

 ترمپ په سپينه ماڼۍ کې د دغه فرمان د امضا کولو پر وخت وويل: «موږ غواړو چې کورنۍ يو د بل تر څنګ و واسي.» هغه په عين وخت کې ټينګار وکړ چې د غيرقانوني مهاجرو او مجرمینو پر وړاندې پر پولو کنترول اړين دی. ترمپ وويل: «موږ بايد لا هم جدي پاتي شو او يا دا چې خلکو [مهاجرو] ته [اجازه ورکړو] چې هيواد مو جرم، جنايت او نور ټول هغه څه چې موږ يې نه غواړو، په سر واخلي.»

رسنيو رپوټ ورکړی دی چې د امريکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت چارو وزيره کيرستين نيلسن، د دغه فرمان د تدوين له پاره د څو ساعتونو له پاره له ترمپ سره په سپينه ماڼۍ کې وه.

د دې ټولو سربيره، ويل شوی دي چې دغه فرمان به د دونالد ترمپ د «هیڅ زغم» په سياست کې کوم بدلون رامنځ ته نه کړي. د دغه جنجالي قانون له مخې، هغه مهاجر چې په غيرقانوني توګه د متحده ایالاتو خاورې ته داخليږي، تر قضايي تعقيب لاندې به نيول کيږي او فدرالي زندان ته به اچول کيږي.

د ترمپ له خوا د چهارشنبې په ورځ نوي امضا کړل شوي قانون کې، د کورنيو وضعيت ته د رسیدګۍ مسئوليت د کورنيو چارو وزارت پر غاړه لري.

خپاره شوی دردونکي انځورونه او غبرګونونه

په تيرو ورځو کې رسنيو د امريکا متحده ايالاتو په سويلي سرحدونو کې له مېندو پلرونو څخه د ماشومانو د بېلېدو له صحنو څخه دردونکي انځورونه خپارل کړل. سرحدي چارواکو د می مياشتې له پنځمې تر اوسه، له ۲۳۰۰ څخه ډیر ماشومان له خپلو کورنيو څخه جلا کړي دي. دغه ماشومان پرته له دې چې له خپلو مېندو او پلرونو سره د اړيکو لرلو امکانات ولري، په خيمو يا موقتي هستوګنځايونو کې ساتل کيږي.

Grenze USA-Mexiko | Zentralamerikanische Asylsuchende - Mutter mit Kind aus Honduras
په تيرو ورځو کې رسنيو له مېندو پلرونو څخه د ماشومانو د بېلېدو له صحنو څخه دردونکي انځورونه خپارل کړل.انځور: Getty Images/J. Moore

د دغو انځورونو خپريدل نه يوازې دا چې د متحده ایالاتو په کانګرس کې يې د دیموکراتانو مخالفتونه له ځانه سره لرل، بلکې پر دغه سياست حتی د جمهوري غوښتونکو ګوند يو شمير غړو هم نيوکې وکړې. د نړۍ د کاتوليکانو مشر پاپ فرانسيس هم د متحده ایالاتو د دولت دغه اقدام «غيراخلاقي» بللی وو. هغه ويلي وو: «دا ساده قضيه نه ده، خو پوپوليزم د حل لاره نه ده.»  

د بريتانيا لومړۍ وزيره ترزا مې، د کاناډا لومړی وزير جستين ترودو او د اروپايي اتحادیي شورا، د ترامپ د نه زغم سياست د نړيوالو مخالفانو له ډلې څخه دي.

ترزا مې د هغو ماشومانو انځورونه چې د قفس په شان ځايونو کې ساتل کيږي، «په ژوره توګه خواشينې کوونکي» بللي وو. د اروپايي اتحادیې شورا هم ويلي وو چې ترمپ په دغه کار سره په نړۍ کې د رهبرۍ هر ډول اخلاقي ادعا له لاسه ورکړې ده.

پر دیموکراتانو د ترامپ نيوکه

ترامپ تيره اوونۍ ویلي وو چې دی قانون دې ته موظف کړی دی چې ماشومان له مېندو او پلرونو څخه جلا کړي. هغه زياته کړې وه چې يوازې کانګرس کولای شي دغه وضعيت له منځه يوسي.

هغه دیموکراتان ګرم بللي او هغوي يې د مهاجرت قوانينو د اجرا د طرحې پر بندولو تورن کړي ول. ترامپ ويلي وو: «دیموکراتان لومړی پر غيرقانوني مهاجرو فکر کوي، بيا د امريکا پر اتباعو.»

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د روان میلادي کال له مارچ څخه تر می پورې هره میاشت له ۵۰۰۰ ډير کسان د مکسيکو له سرحد څخه د متحده ایالاتو خاورې ته د غيرقانوني داخلیدو په دلیل نيول شوي دي. توقيف شوو کسانو کې ۱۵ سلنه يې کورنۍ او ۸ سلنه يې بې سرپرسته ماشومان جوړوي.

نژدې ټولو دغو کورنيو او ډيری نورو کسانو چې له پولې اوښتي دي، په امريکا کې يې په رسمې توګه د پناه غوښتنې وړاندې کړي دي. هغوی له وطن څخه تيښته او په متحده ایالاتو کې د پنا غوښتنې دليل، په خپلو ټاټوبو کې نه ختميدونکي کورنی تاوتريخوالی یاد کړی دی.