1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ ولسمشرۍ ته خپله کانديدي په آيووا کي تثبيت کړه

۱۴۰۲ دی ۲۶, سه‌شنبه

د امريکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د ۲۰۲۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل ګوند له خوا د نوماندۍ هڅه په برياليتوب سره پېل کړې ده. هغه په داسې حال کې بريالی شوی چې له يو شمير جرمي تورونو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/4bJXa
د امريکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ
د امريکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپانځور: Pablo Martinez Monsivais/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو په آیووا ايالت کې د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، بری په ګوند کې د هغه نفوذ تائيدوي او دا چې ملاتړي یې پر يو شمير حقوقي ننګونو سربیره هم هغه ته وفادار دي. په دې حقوقي چيلنجونو کې د ۲۰۲۰م کال د ټاکنو په تړاو ۹۱ جرمي تورونه هم شامل دي.

په آیووا کې د رایې اچونې پاېلې څه وې؟

د امریکا په آيووا ايالت کې د دغه هيواد راتلونکي ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو ګونډ د کانديدانو ترمنځ سياليو کې تر رايو اچولو وروسته ترمپ د ۵۱ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره په ډېري آسانۍ سره د فلوريډا ګونر رون ډي سانټس، چې ۲۱ سلنه رایې او په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانۍ استازې نیکي هيلي، چې ۱۹ سلنه رایې یې ترلاسه کړي دي، له مسابقې وايستل.

دا ايالتي نتايج په ملي کچه د ترسره شويو نظر پوښتنو حمايت کوي چې وايي ۷۷ کلن ترمپ ولسمشرۍ څوکۍ ته د جمهوري غوښتونکو د نوماند کیدو په سيالۍ کې مخکښ دی.

د آيووا کاکسز يا رايه اچونه کې د ګډونوالو شمیر په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو لږ وو چې ښايي علت یې دمګړۍ په دغه ايالت کې ژوند ګواښوونکی يخ دی چې له کبله یې موټر چلول او له يوې سيمې څخه بل ته تګ هم خطرناک دی.

د نوماندانو د دې مسابقې بله دوره به اته ورځې وروسته په شمال ختيځ ایالت نيو همشاير کې ترسره شي چې دويمه رايه اچونه به پکې وشي.

د ترمپ بري ته غبرګون څه وو؟

ترمپ تر خپل بري وورسته د ټولنیزو رسنيو د خپل پليټ فارم «تروت سوشل» له لارې وليکل: «مننه آيووا، زه له تاسې ټولو سره مينه لرم!!!»

د بري د خپلې وينا په ترڅ کې ترمپ د ملي يووالي غږ وکړ: «زه په رښتيا دا فکر کوم چې اوس وخت دی چې هر څوک، ټول هېواد سره يوځای شي.»

د امريکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ
د امريکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپانځور: Chris Kleponis/abaca/picture alliance

د دیموکرات ګوند غړی، ولسمشر جو بایدن، چې د ترمپ د نوماند کیدو په صورت کې به په نوامبر میاشت کې ښايي له نوموړي سره سيالي وکړي، وويل چې دې پايلو دا روښانه کړه چې ترمپ د جمهوري غوښتونکو د نوماندانو په کتار کې لومړی کس دی. 

بايدن د ايکس شبکې له لارې ويلي دي: «داسې ښکاري چې ترمپ همدا اوس په آيووا [کې رایې اچونه] ګټلې ده. دمګړۍ داسې ښکاري چې هغه د بل اړخ څرګند مخکښ کانديد دی.»

د ترمپ د محکمې دوسیې

په آيووا کې ترمپ په داسې حال کې بريا ترلاسه کړې چې تر دې يوه ورځ وروسته هغه په نيویارک کې يوې محکمې ته د يوې مدني قضیې په ترڅ کې بايد حاضر شي چېرې چې هغه لا دمخه د ليکوالې اي ژين کارول، د سپکاوي او جنسي ځورنې مسئول پيژندل شوی دی.

په تېره مي میاشت کې يوه منصفه هيئت وموندله چې ترمپ په ۱۹۹۶م کال کې د نيويارک د يوې مغازې د جامو اغوستلو په خونه کې کارول په جنستي توګه ځورولې وه.

ترمپ همدا راز د يو شمیر نورو حقوقي ننګونو سره هم مخامخ دی چې په هغه کې د ۲۰۲۰م کال د ټاکنو د ګډوډولو په موخه د توطيو او په ۲۰۲۱م کال کې د  امريکا د کانګرس پر ودانۍ د هغه د پلويانو له خوا په بريد کې د لاس درلودو تورونه هم شامل دي.

دا تورونه د دې سبب شوي دي چې په دوو ایالتونو يعني کولراډو او مېن کې هغه په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون له پاره نااهل وګرځول شي، خو په دواړو ايالتونو کې دا پريکړه ځکه لا ځنډيدلې ده چې ترمپ یې پر وړاندې د بيا کتنې غوښتنه کړې ده.

زموږ له آرشيف څخه:

د ناټو په سرمشریزه کې ترمپ ولې پر آلمان لفظي برید وکړ؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل