1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ويلي: موږ د نړۍ پوليس نه يوو

۱۳۹۷ دی ۶, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او لومړۍ میرمنې میلانیا ترمپ په عراق کې له خپلو ځواکونو سره ليدلي دي. هغوی له عراقي چارواکو سره ملاقات نه دي کړي.

https://p.dw.com/p/3Afez
Trump besucht US-Truppen im Irak
انځور: Reuters/J. Ernst

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۶ نیټه) د کریسمس په مناسبت د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له خپلې میرمنې میلانیا ترمپ سره یوځای عراق ته په یوه نا اعلان شوي سفر رسیدلي او په دې هیواد کې یې له امریکايي سرتیرو سره کتلي دي. د رپوټونو په حواله نوموړي له عراقي چارواکو سره له ملاقات پرته بیرته عراق ترک کړی او په آلمان کې یې لنډ توقف کړی دی.

ولسمشر ترمپ د چهارشنبې په ورځ د عراق په پلازمینه بغداد کې د الاسد په نامه پوځي اډې ته ولاړ، چیرته چې امریکايي سرتیري میشت دي. واک ته تر رسیدو دوه کاله وروسته، په جنګي سیمه کې د امریکايي سرتیرو د لیدنې په موخه ولسمشر ترمپ د خپل لومړني سفر پرمهال وویل: «امریکا متحده ایالات نه شي کولي چې د ټولې نړۍ د پولیسو چارې نور پرمخ یوسي.» د امریکا متحده ایالاتو تیرو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او باراک اوباما هم د خپلې واکمنۍ پرمهال دې ته ورته نا اعلان شوي سفرونه کړي وو.

Trump besucht US-Truppen im Irak
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او یو محدود شمیر جګپوړي حکومتي چارواکي د ولسمشر ترمپ د دغه سفر ملګري وو. ترمپ د ایرفورس ون په نامه د امریکا د ولسمشر له پاره په ځانګړې شوې الوتکه کې چې جنګي پوځي جټ الوتکو یې ملتیا کوله، سفر کړی. په عراق کې د الاسد په نامه په پوځي اډه کې ولسمشر ترمپ له شاوخوا ۱۰۰ امریکايي ځانګړو ځواکونو او په دې هیواد کې میشت یو شمیر جګپوړو امریکايي پوځي چارواکو سره لیدلي دي.

له سوریې څخه د امریکايي سرتیرو پر وتلو د ترمپ ټینګار

د عراق د سفر پرمهال ولسمشر ترمپ وویل چې هغه له عراق څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو کوم پلان نه لري خو له سوریې څخه یې د امریکايي سرتیرو د ایستلو د پلان ننګه وکړه. نوموړي وویل چې په سوریه کې د امریکا حضور د نامعلوم وخت له پاره نه وو او دا چې د ترهگري ډلي داعش د ځپلو په برخه کې ډیرې لاسته راوړنې موجودې دي.

ترمپ همدا راز وویل چې په سوریه کې د داعش ډلې د پاتې جنګیالو د له منځه وړلو له پاره به ترکیه پاته ماموریت پرمخ یوسي. په عین وخت کې داسې ویرې موجودې دي چې له سوریې څخه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته به داعش یوځل بیا غښتلی او سر راپورته کړي. بل لوري ته ترکیه بیا تر ډیره پورې د کردي ملیشو د ځپلو په برخه کې علاقه لري.

ترکیه کردي ملیشې د دې هیواد ملي امنیت ته یو ګواښ ګڼي. ترمپ وویل: «موږ په ټوله نړۍ کې یوو. موږ په داسې هیوادونو کې میشت یو چې خلک یې په هکله اصلاً معلومات نه لري. په ښکاره توګه که ووایم دا د خندا وړ خبره ده.»

عراق ته د ترمپ سفر د دې هیواد چارواکي په غوسه کړي دي. د عراق په پارلمان کې یوه ستره ډله د ترمپ دغه سفر د «عراق د ځمکني بشپړتیا» تر پښو لاندې کول یاد کړي دي. د عراق په پارلمان کې د اصلاح په نامه د یوې ډلې مشر صباح السیدي وویل چې ترمپ ته باید په داسې توګه چې ګواکې عراق د امریکا متحده ایالاتو یو ایالت وي، دغه هیواد ته د داخلیدو اجازه نه وای ورکړل شوې.

Trump besucht US-Truppen im Irak
انځور: Reuters/J. Ernst

په عین وخت کې د عراق د لومړي وزیر عبد المهدي دفتر بیا ویلي چې لومړي وزیر او ترمپ د نااعلان شوي سفر پرمهال تلیفوني خبري کړي خو د دواړو ترمنځ د نظر اختلاف د دې لامل شو چې د دوی ترمنځ ملاقات ونه شي. د سپینې ماڼۍ د رسنیو سکرترې سارا هوکابي بیا د یادې موضوع په هکله ویلي دي چې امنیتي اندیښنې او دا چې د ترمپ سفر په لنډ وخت کې پلان شوی وو، د دې لامل شوي چې له عراقي چارواکو سره ملاقات و نه شي. د ولسمشر ترمپ الوتکې د عراق تر ترک کولو وروسته په آلمان کې یو لنډ توقف کړی څو د الوتکې تیل پوره کړل شي.