ترهگرۍ په ۲۰۱۸کال کې کوم هیوادونه تر ټولو زيات ځپلي دي؟
د ترهګرۍ نړیوال شاخص هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو په اړه شمیرې خپروي. د دغه رپوټ له مخې افغانستان یو وار بیا په دې نوملړ کې په دویم مقام کې ځای نیولی دی.
عراق
«د ترهګرۍ نړیوال شاخص» د رپوټ له مخې تیرکال په عراق کې په ترهګریزو بریدونو کې ۴۲۷۱ تنه وژل شوي، په داسې حال کې چې دا شمیر په ۲۰۱۶م کال کې نږدې ۱۰ زره ول. د داعش په بریدونو کې ۵۲ سلنه کمښت رامنځته شوی دی، خو سره له دې هم عراق په ترهګرۍ کې د ښکيلو هیوادونو په کتار کې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسې د نوملړ په سر کې ځای لري.
افغانستان
د نوي رپوټ له مخې افغانستان په دې نوملړ کې په دویم مقام کې ځای لري. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په افغانستان کې د ترهګریزو پيښو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیر تر عراق هم لوړ دی. تیر کال په نږدې ۱۲ سوه ترهګریزوو پيښو کې ۴۶۶۳ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.
نایجیریا
په ۲۰۱۷م کال کې په نایجیریا کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې تر دوه نیم زرو ډیر کسان وژل شوي دي، دا د تیرکال په مقابل کې ۱۶ سلنه کم دی.
سوریه
د ۲۰۱۶ م کال په پرتله تیرکال په دغه هیواد کې د تلفاتو شمیر ۴۸ سلنه کم وو. خو سره له دې هم دغه هیواد له ترهګریزو بریدونو څخه د اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې په څلورم مقام کې ځای نیولی دی. په دې کال په سوریې کې نږدې ۱۱ سوه تنه وژل شوي دي.
پاکستان
په پاکستان کې تیرکال د ۵۷۶ بیلابیلو ترهګریزو بریدونو په پایله کې اته نیم سوه انسانان وژل شوي دي. د۲۰۱۶م کال په پرتله تیرکال د پاکستان د تحریک طالبان په بریدونو کې د وژل شویو کسانو ۱۷ سلنه کم ول. د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې ۵۰ سلنه او د لشکر جهنګوي په بریدونو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
سومالیا
سومالیا په دې نوملړ کې په شپږم مقام کې ځای نیولی دی. سومالیا په ۲۰۱۶م کال کې په دې نوملړ کې په ۷ مقام کې ځای نیولی وو. په دې هیواد کې تر نوي سلنه د ډیرو بریدونو پړه الشباب ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستې ده.
هندوستان
هندوستان هم په دې نوملړ کې له ۸ څخه ۷ شمیر ته راغلی دی. په دې هیواد کې هم د ترهګریزو بریدونو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی او هم د وژل شویو کسانو په شمیر کې. په ۲۰۱۷م کال کې په دې هیواد کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۳۸۴ تنه ووژل شول او ۶۰۰ ټپیال شول.
یمن
دا هیواد نه یوازې د ترهګریزو بریدونو او حوثي یاغیانو د جګړې بلکې د ترهګریزو بریدونو سره هم مخامخ دی. د ۲۰۱۶ کال په پرتله په دې هیواد کې د ترهګریزو پيښو شمیر ۷۵ سلنه کم وو. په مجموع کې په ترهګریزو بریدونو کې ۳۷۸ تنه وژل شوي دي. په تیر شاخص کې یمن په شپږم نمبر راغلی وو.
مصر
مصر یو وار بیا له ترهګرۍ څخه په اغیزمنو شویو لسو لومړنیو هیوادونو کې شامل شوی دی. په ۱۶۹ ترهګریزو پيښو کې ۶۵۵ تنه وژل شوي دي. ډیري بریدونه د داعش ترهګرې ډلې کړي دي.
فیلپين
په دغه هیواد کې د ترهګرۍ په ۴۸۶ پيښو کې ۳۲۶ وژل شوي او په دې توګه دغه هیواد هم په هغو لسو هیوادونو کې شامل شوی دی چې له ترهګرۍ څخه تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي. په دغه هیواد کې د ۳۵ سلنه بریدونو پړه د «نیو پیپلز آرمي» په نوم کمونیستي ډلې په غاړه اخیستې ده. په داسې حال کې چې د داعش د ابو سیاف ډلې په بریدونو کې هم ۱۸ سلنه زیات رامنځته شوی دی.
د کانګو جمهوريت
د «ترهګرۍ نړیوال شاخص» په نوملړ کې د کانګو جمهوريت له ۷،۰۵ نومړو سره په ۱۱مقام کې ځای نیولی دی.
ترکیه
تیر کال ترکیه د لومړي ځل له پاره له ترهګرۍ څخه د تر ټولو ډیرو لسو اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې شامل کړای شوی وو، خو په ۲۰۱۷م کال په دې هیواد کې د ترهګریزو پيښو له امله د وژل شویو کسانو شمیر کم وو.
لیبیا
په لیبیا کې د معمر القذافي د واک تر پای ته رسېدو وروسته دغه هیواد په ډیري چټکۍ سره د ترهګرۍ په جال کې بند پاته شو. تیرکال دغه هیواد په دغه لیست کې په ۱۰ او سږ کال په ۱۳ مقام کې ځای نیول دی.