1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه د «IS» پرضد ائتلاف سره همکاري کوي

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۲۱, دوشنبه

ترکیې امریکا متحدو ایالاتو ته له خپلو هوایي اډو څخه د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد د هوایي عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده. دا پریکړه پر ترکیې باندي تر نړیوال فشار وروسته د انقرې له خوا نیول شوې ده.

https://p.dw.com/p/1DU39
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت مشاوري سوزان رایس، په یوه تلویزیوني مرکه کې اعلان وکړ چې ترکيې امریکا متحدو ایالاتو او د هغه ملگرو ته اجازه ورکړې ده چې د دې هیواد له اډو څخه په سوریې او عراق کې د اسلامي حکومت پر ضد عملیاتو ترسره کولو په موخه کار واخلي.

امریکا او متحدین یې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ترهگري افراطي ډلې پرضد هوايي عملیات ترسره کوي. همدا اوس امریکايي پوځي چارواکي په دې اړه یو له بل سره بحثونه کوي چې ایا د دغې ترهگري ډلي پر وړاندي ځمکني عملیات هم ترسره کړي، که نه؟

سوزان رایس ویلي دي: «موږ له ترکانو څخه نه دي غوښتي چې سوریې ته خپل عسکر واستوي. زموږ گټه په دې کار کې ده: تر ټولو لومړۍ ترکانو په وروستیو ورځو کې ژمنه کړې ده چې امریکا متحد ایالات او متحدین یې کولای شي د دې هیواد له خاوري او اډو څخه کار واخلي.»

دغي امریکايي چارواکې روښانه کړې ده چې اوس نو امریکا متحد ایالات او متحدان یې کولای شي په ترکيه کې د سوریې رژیم منځ لارې مخالفان وروزي. هغه ویلي دي: «پر دې سربیره هغوی ویلي دي چې په ترکیې کې د هغوی اډې د امریکا او متحدینو له خوا يې په سوريه او عراق کې د عملیاتو په موخه کارول کیدای شي.»

په عین حال کې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر ویاند ویلي دي چې امریکايي وزیر له خپل ترکي سیال څخه له دې کبله مننه کړې ده. د اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې ترکیې په خپله خاوره کې د ۴۰۰۰ کسانو له روزل کیدو سره موافقه کړې ده. خو ټینگار شوی دی چې دغه کسان باید لومړۍ د ترکیې د استخباراتي سازمان له خوا وڅېړل شي.

پر کوباندي باندي د امريکا په مشرتوب نړيوال ائتلاف بمبار
پر کوباندي باندي د امريکا په مشرتوب نړيوال ائتلاف بمبارانځور: AFP/Getty Images/A. Messinis

پر انقرې باندي نړیوال فشارونه

امریکايي ځواکونو تر دې دمخه د انجیرلیک له هوایي اډې څخه چې ۱۵۰۰ امریکايي عسکر پکښې میشت دي خپل عملیات ترسره کړي دي. ویل کیږي چې د اسلامي دولت ډلي پر ضد د امریکا متحدو ایالاتو هوایي عملیات اوس په متحده عربي اماراتو، کویت او قطر کې له امریکايي اډو څخه ترسره کیږي.

ترکیې چې د ناټو غړی هیواد دی، تر اوسه پوري له دې څخه ډډه کوله چې د اسلامي دولت ډلي پر ضد عملیاتو کې په مستقیم ډول ښکیل شي او پر ځای یې د دغي ډلي پر وړاندي د یوې گډي ستراتیژۍ پر رامنځ ته کیدو باندي ټینگار کاوه.

د یکشنبې په ماښام د غزې تراړي له پاره د مرسته کوونکو په یوه کنفرانس کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له ترکیې سره پر پوله پروت ښار کوباني کې د وضعیت حساسیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ ټول په کوباني کې د پرمختگ د رپوټونو په اړه اندېښمن یو او وضعیت له نزدې څارو.

په حقیقت کې موږ یوازي وضعیت نه څارو، بلکې پکښې د هوایي بریدونو له لاري ونډه اخلو چې نن به لا ډیر بریدونه ترسره شي.»

له بلې خوا کوردي جنگیالي له کوباني ښار څخه په دفاع بوخت دی. له دې ښار څخه شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کډوال گاونډي هیواد ترکیې ته تښتېدلې دي.