1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه له روسیې څخه د توغنديو دفاعي سيستم رانيسي

۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبه

ترکیي اعلان کړی دی چې له روسیي څخه د ایس۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د خریدارۍ پریکړه قطعي ده. د ناټو غړي هیوادونه په ځانګړي توګه امریکا د ترکیي له خوا د دې دفاعي سیستم له رانيولو سره مخالف دي.

https://p.dw.com/p/3KJHi
Russisches Raketenabwehrsystem S-400
انځور: Getty Images/AFP/N. Kolesnikova

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایس ۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم د خریدارۍ موضوع قطعي او پای ته رسیدلې اعلان کړې ده. هغه موضوع چې په ناټو سازمان کې د دغه هیواد د متحدینو د خفګان سبب شوې ده. امریکا د ناټو په یوه غړي هیواد کې د روسیي د دفاعي سیستم نصبول د امنیتي پلوه ناسم کار بولي.

د آلمان خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۳) په دغه دفاعي سیستم پورې اړوندو تجهیزاتو د لوموړۍ محمولې د سپارل کیدو خبر ورکړی دی. د رپوټونو په حواله ترکیه به د جولای په میاشت کې له روسیي څخه د ایس ۴۰۰ ډوله توغندیو دفاعي سیستم لومړي محموله ترلاسه کړي.

اردوغان د دغه دفاعي سیستم د تجهیزاتو ترلاسه کولو خبر د خپل «عدالت او توسعې» په نوم ګوند په مراسمو کې اعلان کړ. امریکا ګواښ کړی وو چې که ترکیه د دغه دفاعي سیستم د خریدارۍ پر موضوع له سره کتنه ونه کړي، نو له دغه هیواد سره به خپلې نظامي همکارۍ محدودې کړي.

د اف-۳۵ جنګي الوتکو د خریدارۍ پروګرام پای

د امریکا حکومت د جولای میاشتې تر پایه پورې ترکیي ته مهلت ورکړی وو چې د ایس ۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم د خریدارۍ له پروګرام څخه دې لاس په سر شي. امریکا ګواښ کړی وو چې که ترکیه پر دغه اقدام لاس پورې کړي، نو دغه هیواد به د اف-۳۵ ډوله بم غورځونکي جنګي الوتکو له پروګرام څخه و ایستل شي.

F-35 Kampfjet
اردوغه په دې هڅه کې دی چې د اف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو په پروګرام کې د مشارکت په برخه کې د امریکا نظر بدل کړي. انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

سربیره پر دې د امریکا د دفاع وزارت مسئول پاتریک شاناهان، تیره اونۍ له خپل ترکي سیال سره د لیدنې پر مهال یادونه کړې وه چې د اف-۳۵ جنګي الوتکو د سپارلو له پروګرام څخه د ترکیي حذفول دې هیواد ته کومې پایلې لرلی شي.

ویل کیږي چې هغه پيلوټان چې اوسمهال په امریکا کې د اف-۳۵ ډوله الوتکو روزنه ترلاسه کوي هم باید له دې هیواد څخه ووځي. سربیره پر دې دا موضوع به د دغو الوتکو د تولید او جوړولو په پروګرام کې د ترکیي د مشارکت د پای ته رسیدو په معنی هم وي.

امریکا ویره لري چې په ترکیي کې به د روسيي ایس- ۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم نصبول د دې سبب شي چې روسیه به د اف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د وړتیاو او په دې اړوند نورو معلوماتو ته لاسرسی پيدا کړي.

ډډه کول هیڅ انتخاب نه دی

اردوغان د ایس-۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم د خریدارۍ په موضوع کې د امریکا پر چلن نیوکه کړې ده. د ترکیي د دفاع وزیر خلوصي آکار، له ارزبایجان جمهوريت څخه د لیدنې پر مهال د اف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو د تولید او سپارل کیدو له پروګرام څخه د ترکیي حذفول د ناټو تړون له اساساتو سره په ټکر کې بللی وو.

اردوغان په دې هڅه کې دی چې د اف-۳۵ ډوله جنګي الوتکو په پروګرام کې د مشارکت په برخه کې د امریکا نظر بدل کړي. نوموړی غواړي چې د جي۲۰ تر غونډې مخکې د تلیفوني اړیکې په ترڅ کې په دې برخه کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره خبرې وکړي.

اردوغان ویلي دي چې موضوع د ۱۰۰ وزره آف -۳۵ جنګي الوتکو د خریدارې پر سر نه ده، بلکې ترکیه د دغو الوتکو د تولید او سپارلو د پروګرام یو له شریکانو څخه ده.

اردوغان ویلي دي چې د ترکیي د صنعت برخه تر اوسه پورې په دې پروګرام کې یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

 (rtr, dpa, afp)/sn-bs