1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نژدې ۳۰۰ زره سوریايي مهاجر خپل هيواد ته ستانه شوي»

۱۳۹۷ دی ۲, یکشنبه

د ترکيې د کورنيو چارو وزير ويلي دي چې نژدې ۳۰۰ زره سوريايي مهاجر له ترکيې څخه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. سليمان سولو ويلي دي چې دغه مهاجر په سرحد کې د ترکيې د دوو پوځي عملياتو له پيل راورسته بيرته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3AYvs
Türkei Innenminister Suleyman Soylu
انځور: picture-alliance/AA/A. Balikci

ترکيې د سوريې په شمال د کوردي ياغيانو (YPG) او «اسلامي دولت» يا داعش ترهګرې ډلې پر ضد د «زيتون څانګې» او «فرات سپر» په نومونو دوه پوځي عمليات په لاره اچولي دي. ترکيې په ۲۰۱۶م کال کې د خپلو پولو په اوږدو کې د داعش ډلې پر ضد او په تير پسرلي کې يې افرين سيمه ته نژدې د سوريايي کوردانو پر ضد د «زيتون څانګې» په نوم پوځي عمليات پيل کړل.

ترکيه اوس مهال د څه باندې ۳ نيم ميليونه سوريايي مهاجرو کوربه توب کوي. دغه سوريايان په خپل هيواد کې له روانو څو کلونو کورنيو جکړو له امله ترکيې ته مهاجر شوي دي. يو شمير ترکيي سياستوالانو دغه وضعيت، ترکيې له پاره د يوه اقتصادي زغم او کاري ګواښ په توګه ښودلی دی. انقره د کردانو YPG مليشې چې د امريکا متحده ايالتونو ملاتړ له ځانه سره لري، د يوه تروريستي سازمان په توګه پيژني.

د ترکيې دولتي خبري آژانس آناتولي، د سولو له قوله ليکلي دي چې «د هغو سوريايي مهاجرو شمير چې د «فرات سپر» او «زيتون څانګې» عملياتو څخه وروسته بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي، شمير يې ۲۹۱ زره او ۷۹۰ تنو ته رسیدلی دی.»

Türkei Grenze - Syrische Flüchtlinge
ترکيه د څه باندې ۳ نيم ميليونه سوريايي مهاجرو کوربه توب کويانځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د ترکيې د کورنيو چارو وزير دغه راز ويلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې څه باندې ۲۵۰ زره داسې غيرقانوني مهاجر چې تابعيتونه يې نه دي مشخص شوی هم ترکيې ته دننه شوي. د وزير په وينا، په دې ترتيت په ترکيه کې د تيرکال په پرتله سږکال د مهاجرو په شمير کې څه باندې۵۰ سلنه ډيروالی ښيي.

په ۲۰۱۵م کال کې د آسیا، منځني ختيځ او افريقاي څخه تر يو ميليون ډير مهاجر د ترکيې له لارې اروپا ته ورسيدل. دغه کال ترکيه اروپا ته د تلونکو مهاجرو له پاره د يو ترانزيتي هيواد حيثیت خپل کړی وو. د افريقا او منځني ختيځ څخه ترکيې ته رسيدلي مهاجر د آژه سمندرګي له لارې لمړی يونان او له يونانه د بالکان سيمې هيوادونو له لارې اروپا ته ورسيدل.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ وويل په «محتاطانه» توګه د واشنګتن له هغه تصميمه هرکلی وکړ چې غواړې له سيمې څخه خپلې قواوې وباسي. دې سره اردوغان وويل چې ترکيه به د سوريې په شمال کې د سوريايي کوردي مليشو پر وړاندې خپل پلان شوي عمليات وځنډوي.

مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: