1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د تابعیت له پاره مالي شرایط اسانه کړل

۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبه

په یوه بې ساري اقدام سره ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو له پاره د مالي شرایطو او د جایدادونو د اخیستلو کچه راټیټه کړې ده څو د لیرې د ارزښت د کمیدو سربیره دغه هیواد ته لا ډیره بهرنۍ پانګونه جلب کړي.

https://p.dw.com/p/359Qx
Türkischer Pass
انځور: picture-alliance/dpa/D.Naupold

د ترکیې حکومت اعلان کړی څو د ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو له پاره پخواني شرایط نرم کړي. په دې ترتیب سره د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر ۱۹مه نېټه) د ترکیې د تابعیت په قانون کې یو لړ مالي تغیرات په اړوند رسمي جريده کي رسماً خپاره شول. د نوي قانون په اساس، یو بهرنی وګړی چې د دریو کلونو له پاره په ترکیه کې د ۲۵۰ زرو ډالرو او یا د همدې مقدار لیرې په ارزښت جایداد ولري، د ترکیې د تابعیت ترلاسه کولی شي. تر دې وړاندې دغه مقدار یو میلیون ډالر ټاکل شوی وو.

په عین حال کې په ترکیه کې د پانګونې کچه هم د پخوا په پرتله را ټیټه کړل شوې ده. د ترکیې د تابعیت د ترلاسه کولو له پاره تر دې وړاندې یو بهرنی وګړی اړ وو چې په ترکیه کې د ۲ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي، خو په نوي قانون کې دغه کچه ۵۰۰ زره ډالرو ته راټیټه کړل شوې.

Türkei Istanbul Sinan Moschee
انځور: Reuters

سربیره پر دې که چیرته یو بهرنی وګړی د ترکیې په بانکونو کې د دریو کلونو له پاره لږ تر لږه ۵۰۰ زره ډالر ولري، کولی شي چې د ترکیې تابعیت ترلاسه کړي. تر دې وړاندې دغه کچه ۳ میلیونه ډالر ټاکل شوې وه.

د ترکیې د تابعیت د نوي قانون په بله برخه کې راغلي چې که چیرته یو سوداګر په ترکیه کې د لږ تر لږ ۵۰ کسانو له پاره د کار زمینه برابره کړي، کولی شي چې د ترکیې تابعیت ترلاسه کړي. تر دې وړاندې دغه کچه ۱۰۰ کسان ټاکل شوې وه.

تیره اونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه نوي فرمان په صادرولو سره امر کړی څو په ترکیه کې د نقلیه وسایطو او جایدادونو پیر او پلور په ترکي لیره وشي. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پیل نه تر اوسه پورې د ترکیې پولي واحد لیرې د ډالر پر وړاندې شاوخوا ۴۰ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د لیرې د ارزښت د لویدو ګڼ شمیر دلایل په ګوته کیږي خو تر ټولو مهم یې له واشنګټن سره سوداګریزه شخړه او همدا راز په ترکیه کې د اندریو برنسن په نامه یوه امریکايي کشیش توقیف یې له عمده دلایلو څخه شمیرل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: