1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

ترکیې د عراق په شمال کې د PKK پر شلو سنګرونو برید کړی

۱۴۰۲ مهر ۱۰, دوشنبه

د ترکیې حکومت اعلان کړی دی چې د هیواد هوایي ځواکونو یې د عراق په شمال کې د کردستان د کارګر ګوند (PKK) مرکزونه بمبار کړي دي. دغه ګوند مخکې تر دې د ترکیې پر کورنیو چارو وزارت د برید مسئولیت پر غاړه واخیست.

https://p.dw.com/p/4X25a
F-16 Kampfflugzeug der Türkei
انځور: Axel Heimken/AFP/Getty Images

په انقره کې د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې لومړۍ نیټه) له ځانمرګي برید یوازې څو ساعته وروسته د ترکیې پوځ د (PKK) پر پوځي مرکزونو برید وکړ. د ترکیې دفاع وزارت اعلان وکړ چې جنګي الوتکو یې د عراق په شمال کې د (PKK) ۲۰ مرکزونه بمبار کړي دي.

د نوموړي وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د عراق په شمال متینا، هرکورک، قندیل او ګارا سیمو کې د (PKK) او نورو ترهګریزو عواملو پر سنګرونو بریدونه شوي دي، څو د هغو ترهګریزو بریدونو چې د عراق له شمال څخه د ترکیې د خلکو او انتظامي ځواکونو پر ضد ترسره کیږي مخه ونیول شي او زموږ د سرحدونو امنیت تامین شي.»

د ترکیې دفاع وزارت دغو اقداماتو ته «له ځان څخه د دفاع حق» په توګه اشاره کړې ده. د کردستان د کارګر ګوند اصلي مرکز د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې قرار لري.

د سیدکان (د ترکیې او ایران په سرحد کې پرته ناحیه) ښاروال احسان چلبي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د برادوست او بدران کلیو ځنې برخې بمبار شوي دي.

د یکشنبې په ورځ یوه ځانمرګي بریدګر په انقره کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخې ته ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته انفجار وکړ. د ترکیې د اعلامیې پر اساس پولیس وتوانیدل دویم بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې په ډزو ووژني. په دې پيښه کې دوه تنه پولیس ټپیان شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا، په ایکس شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره د «ترهګریز برید» خبر ورکړی وو.

د (ANF) خبري آژانس چې د کردستان کارګر ګوند ته نږدې دی د یکشبنې په ماښام یو پيغام خپور کړ چې په هغې کې د خلق مدافع ځواکونو(HPG)، چې د (PKK) نظامي څانګه ده د دې برید مسئولیت پر غاړه واخیست.

د خلق مدافع ځواکونو په خپل پیغام کې اعلان وکړ چې دغه برید د پرمختللي پروګرام پر اساس د کُرد میشته سیمو پر وړاندې د ترکیې د چلند په غبرګون کې ترسره شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تر دوبنیو رخصتیو وروسته د پارلمان د کار د بیا پيلیدو پر مهال دغه برید «د تروریزم وروستی ټکان» وباله او ویې ویل: «شرغوښتونکي خپل هدف ته نه دي رسیدلي او نه به هم ورسیږي.»

په هغو نښتو کې چې په تیرو لسیزو کې د (PKK) او ترکیې د حکومت ترمنځ رامنځته شوي دي، تر اوسه پورې په زرګونو کسان پکښې وژل شوي دي.

ترکیې او متحدینو یې د کردستان کارګر ګوند د «ترهګر سازمان» په توګه درجه بندي کړی دی.

د «ناټو» سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ایکس یا پخواني تویتر په شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره «له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له ترکیې سره د ناټو د پيوستون» اعلان کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز