1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې زرګونه پولیس او د پوځ سرتیري له دندو ګوښه کړي

۱۳۹۷ تیر ۱۷, یکشنبه

د اردوغان د ولسمشریزې دورې تر پیل وړاندې یو ځل بیا له ۱۸ زره ډیر د پولیسو افسران، د پوځ سرتیري او اکادمیک کدرونه له دندو ګوښه کړل شوي. د بشري حقونو مدافعینو بیا د دغه راز سرکوب کوونکو اقداماتو د درولو غږ کړی.

https://p.dw.com/p/3128T
Türkei Istanbul Putschversuch Jahrestag
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Gurel

د یکشنبې په ورځ د ترکیې د یوه بیړني خپاره شوي حکومتي فرمان په اساس د دې هیواد چارواکو له ۱۸ زره او پنځه سوو ډیر حکومتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. پر دغو کسانو تور دی چې له یوې داسې ډلې سره اړیکي لري چې د [ترکیې] د ملي امنیت پر ضد فعالیتونه لري. له دندو په لیرې کړل شوو کسانو کې شاوخوا ۹۰۰۰ پولیس افسران هم شامل دي.

د یکشنبې ورځې دغه اعلان د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د واک د نوې دورې تر پیل یوازې یوه ورځ مخکې کیږي. ولسمشر اردوغان د تیرې میاشتې په ټاکنو کې بری خپل کړ او دا ځل به خپله حکومتي دوره له لا ډیر واک او قدرت سره پیل کړي.

په عین وخت کې په ترکیه کې تر ناکامې کودتا پنځه ورځې وروسته په دې هیواد کې نافذ کړل شوی بیړنی یا اضطراري حالت تر اوسه پورې اوه ځله بیا تمدید او غځول شوی دی. ټاکل شوې تازه نافذ کړل شوی بیړنی حالت به د روان کال د جولای میاشتې په ۱۹ نیټه پای ته ورسیږي.

له وخته وړاندې د اضطراري حالت پای؟

د ترکیې چارواکو داسې اشارې کړي چې له مخې یې ښکاري په ترکیه کې حاکم بیړنی حالت کوم چې په دې هیواد کې یو لړ آزادۍ محدودوي او د حکومتي فرمان له مخې د پارلمان صلاحیت له منځه وړي، ښايي له ټاکلي وخت څخه مخکې یعنې د دوشنبې په ورځ هغه وخت چې ولسمشر اردوغان د حکومت واګې بیا په لاس کې واخلي، پای ته ورسول شي.

تر دې وړاندې هم په ترکیه کې له ۱۱۰ زرو ډیر حکومتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړل شوي او لسګونه زره نور بیا په حکومتي ادارو کې له کار کولو محروم کړل شوي. پر یو زیات شمیر دغو کسانو تور دی چې دوی په امریکا کې میشت د ترکیې له یوې مذهبي څیرې فتح الله ګولن سره اړیکي لري. اردوغان په ترکیه کې د ناکامې کودتا پړه پر ګولن اچوي خو ګولن بیا دغه تورونه ردوي.