تيرکال په افغانستان کې ماينونو تر ټولو ډیر تلفات لرل
۱۳۹۷ آبان ۲۹, سهشنبهد دغه شان چاودیدونکو موادو له کبله تر ټولو ډیره مرګ ژوبله په افغانستان کې رامنځ ته شوې ده. په ۲۰۱۷م کال کې په دې هیواد کې ۲۳۰۰ کسان د ماینونو، په لاس جوړو شویو بمونو او ناچاودیدلو مهماتو له کبله وژل شوي او یا هم معیوبه شوي دي. تر افغانستان وروسته بیا سوریه ده چې پکښې په دې موده کې دغه شان چاودیدیدونکو موادو ۱۹۰۶کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ژنیو کې د «ماینونو د منع نړیوال کمپاین» ویلي دي چې ښايي د رامنځ ته شویو تلفاتو ریښتنې شمیره تر دې لوړه وي ځکه په ځینو مواردو کې د مرګ ژوبلې شمیرې نه ثبتیږي.
اوکراین، عراق، پاکستان، ناجیریا، میانمار، لیبیا او یمن هم د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې تیرکال په کې ماینونو ډیره مرګ ژوبله رامنځ ته کړې ده.
د «ماینونو د منع نړیوال کمپاین» سازمان دوې لسیزې مخکې د سولې نوبل جایزه ګټلې. له دې سازمان څخه لورین پیرسي، ویلي: «په وروستیو وختونو کې د مخ پر ډیریدونکو جګړو د اغیزې له کبله، د ماینونو او جګړې نورو وژونکو پاتو شوو له کبله داسې لوړه مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي چې پخوا یې ساری نه وو لیدل شوی.»
هغه روښانه کړه چې د دغو چاودیدونکو موادو له کبله رامنځ ته شوي ډیر تلفات ملکي وګړي دي. تیر کال د هغوی څه نا څه نیمايي قربانیان ماشومان ول. په ۱۹۹۷م کال کې د اوتاوا تړون پر اساس د ځمکنیو ماینونو پر استعمال بندیز ولګید خو یو شمیر هیوادونه له دې تړون سره نه دي یوځای شوي.