1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیلرسن له غني سره په بگرام کي ملاقات کړي

۱۳۹۶ آبان ۱, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن، ناببره افغانستان ته سفر کړی. هغه په بګرام هوايي ډګر کي افغان ولسمشر، اجرائیوي رئیس او نورو لوړپوړو چارواکو ته د ترمپ د نوې ستراتیژي په اړه معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/2mMEP
USA Afghanistan Rex Tillerson und Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

تیلرسن یوځل بيا له افغانستان سره د خپل هیواد ژمنه تازه کړه خو ټینګار یې وکړه چې له کابل سره د واشنګټن همکارۍ مشروطې دي. دا په دې معنې چې د امریکا متحدو ایالاتو د مرستو ترلاسه کولو له پاره باید د کابل حکومت یو لړ پرمختګونه وکړي.

تیلرسن د دوشنبې په ورځ د قطر له پلازمینې دوحې څخه، په یوه پوځي الوتکې کې د کابل په لور وخوځید. د هغه ددغه سفر په اړه څوک خبر نه ول. تیلرسن خپل روان سفر له سعودي عربستان څخه پیل کړی وو. هغه به د سه شنبې په ورځ پاکستان او د چهارشنبې په ورځ هندوستان ته ولاړ شي.

تیلرسن د خبریالانو هغې وړې ډلې ته چې له ده سره یې کابل ته د تلو اجازه ترلاسه کړې وه، وویل: «امریکا متحدو ایالاتو د افغانستان د ملاتړ موضوع روښانه کړې ده. [موږ به] د یوه خپلواک متحد افغانستان، یو دیموکراتیک افغانستان؛ د سولې، هوسايي او پر خپلو پښتو دریدو پر لور روان افغانستان [ملاتړ وکړو].»

هغه زیاته کړه: «دا ضروري ده چې په پای کې به موږ یوه ترهګر او یا هم افراطي سازمان ته اجازه ور نه کړو چې د نړۍ په دې برخه کې پټنځایونه جوړ کړي.» د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «موږ همداراز غواړو له سیمه ایزو متحدینو سره کار وکړو، ترڅو سیمه ییز ګواښونه نه وي.»

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سویلي اسیا له پاره د خپلې ستراتیژي د اعلان پر مهال ویلي ول چې نور به یې هیواد په پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه و نه زغمي. تیلرسن دې موضوع ته په اشارې سره وویل: «لکه تاسو چې ولیده، دا تر ډیره پوري یوه سیمه ایزه هڅه ده. په ستراتیژي کې هم دې موضوع ته اشاره شوې وه، چې پکښې غوښتل شوي چې نور[هیوادونه] به هم په نورو ځایونو کې ترهګرو ته د پټنځایونو جوړولو اجازه ور نه کړي. موږ له پاکستان سره هم نزدې کار کوو.»

تیلرسن د ولسمشر غني د اصلاحاتو د هڅو ستاینه وکړه، په ځانګړې توګه له اداري فساد سره د مبارزې او د راتلونکې کال پارلماني ټاکنو د چمتوالي په برخو کې.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په اګست میاشت کې د سویلي اسیا له پاره خپله ستراتیژي اعلان کړه. هغه په ډاګه کړه چې د افغانستان ستونزې ته به له سیمه ایز اړخه وګوري چې پکښې پخپله افغانستان، پاکستان او هندوستان شامل دي. د ترمپ په ستراتیژې کې همداراز د طالبانو او نورو افراطي ډلو ځپل هم شامل دي.

تیلرسن په وار وار ویلي دي چې په افغانستان کې یوازې په هغه صورت کې سوله راتلای شي چې طالبان په دې خبره پوه شي چې د جګړې په ډګر کې کامیابي نه شي ترلاسه کولای او په دې ترتیب سره د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښیني.

هغه وویل: «دا واضح خبره ده چې موږ باید د طالبانو او نورو پر وړاندي جګړې ته دوام ورکړو چې هغوی پوه شي چې د جګړې په ډګر کې بریا نه شي ترلاسه کولای.» تیلرسن زیاته کړه: «موږ باور لرو چې د طالبانو په منځ کې معتدل کسان هم شته، داسې کسان چې نه غواړي تل جګړې ته دوام ورکړي. هغوی نه غواړي چې ماشومان یې تل وجګیږي. نو له همدې کبله موږ غواړو چې له دغو کسانو سره په تماس کې شو او هغوی د پخلايني له بهیر سره یوځای کړو چې په دوام به یې د سولې بهیر رامنځ ته شي او په پای کې به هغوی په بشپړه توګه په حکومت کې ونډه ولري.»

تیلرسن پر طالبانو باندې غږ وکړ چې له سولې سره د یوځای کیدو په صورت کې، د حکومت یوه برخه ګرځیدای شي: «که هغوی [طالبان] راتګ، د ترهګرۍ پریښودو، د تاوتریخوالي پریښودو او د باثباته او هوسا افغانستان ژمنتیا ته چمتو وي، نو د هغوی له پاره په حکومت کې ځای شته.»