1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جدي ناروغان د بنگو د استعمال اجازه غواړي

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه

هغه سخت ناروغ چي د تداوی له پاره د بنگو د بوټو استعمال ته اړتيا لري د دغه بوټي د قانوني کولو له پاره له کلونو راهيسي مبارزه کوي. اوس په آلمان کي يوې محکمې د هغه په گټه پريکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/178i7
A marijuana plant is seen growing at Med Grow Cannabis College in Southfield, Mich., Tuesday, Dec. 14, 2010. Michigan's two-year-old law allowing the use of marijuana for medical purposes is leaving communities, courts, patients and police locked in disputes over what is legal and what isn?t. (ddp images/AP Photo/Carlos Osorio)
Cannabispflanze in den USAانځور: dapd

ميشايل ډېر سخت ناروغ دی. هغه له نزدې شلو کلونو راهيسې د «ملتيپل سکلوريسس» يعنې د عضلاتو د شخوالي په ناروغۍ اخته دی. دی په مشکل سره خبرې کوي او برېښ ورباندي راځي چې يوازي د چرسو په مرسته يې علاج کيږي.

د دې علاج له پاره اوس د بنگو له پاڼو څخه يو ډول درمل جوړ شوي دي، چي د کنبيس په نوم ياديږي، چې طبي اغېزمنتيا يې په رسميت پېژندل شوې ده. سره له دې هم د مايشايل په څېر ناروغان په ډېر مشکل سره په قانوني ډول د کنبيس يوه ارزانه تراپي يا درملنه تر لاسه کوي.

ميشايل په استثنايي ډول د چرسو د استعمال جوازليک اخيستی دی. دی کولای شي په دې ترتيب په قانوني توګه له درملتون څخه دغه دارو درمل وپېري. خو هغه ډېر ګران دي. د ۲۰۱۲ م کال د دسمبر پر ۷مه نېټه هغه د آلمان په مونستر ښار کې هغه د محکمې په وړاندې حاضر شو.

ميشايل د جدي ناروغانو له پاره د بنگو کرلو اجازه وغوښته او د آلمان پر اتحادي جمهوريت يې حقوقي دعوه وکړه. د آلمان اسازيتوب د دارو درملو او طبي توليداتو فدرالي انستيتوت وکړ. د ام اس يعنې د عضلاتو د شخوالي ناروغ دعوه وګټله، خو هغه حکم لا عملي بڼه نه لري.

بېړنۍ مرسته پخپله د بنگو کرل دي

ميشايل خپله درملنه پخپله کوي او په تشناب کې بنگي کري. ده ځکه دې کار ته مخه کړې، چي په خبره يې د آلمان حقوقي وضعې دی دې ته اړ کړی دی. د طبي چرسو خرڅلاو د درملتون له لارې امکان لري، خو لګښتونه يې د روغتيايي بيمو له خوا نه ورکول کيږي. هغه ناروغان، چې په کافي ډول پيسې نه لري، پرته له دې چې پخپله بنگي وکري، بله لاره نه ويني.

Cannabis auf Rezept in den Niederlanden
انځور: AP

د مونستر محکمې هم دغه خبره تاييد کړه، خو ستونزه لا حل شوې نه ده. د طب ډاکتر فرانيو ګروتن هېر له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چې «د ناروغانو له پاره تر ټولو آسانه خبره دا ده چې هغوی درملتون ته ورشي، هلته يوه نسخه ښکاره کړي او کنبيس تر لاسه کړي».

دغه کار په نورو هېوادونو کې په همدې ډول تر سره کيږي. په اسراييل، هالنډ، کاناډا او د امريکا د متحده آيالاتو په ځينو برخو کې داسې قانوني مقررات شته چې جدي ناروغانو ته يې کنبيس ته لاسرسی ممکن کړی دی.

په آلمان کې بايد د دارو درملو او طبي توليداتو انستيتوت د دې اجازه ورکړي. دا هغه اداره ده چې ميشايل ورسره په يوه حقوقي دعوه کې ښکېل دی.

د محکمې تر پريکړه وروسته دی اجازه نه لري، چي په قانوني توگه بنگي وکري. محکمې د ده د علاج له پاره د درونا بينول درملو د استعمال وړانديز وکړ. د ميشايل روغتيايي بيمې د ده د علاج د درملو مصرف اخيستل تر رد کړي ول. خو اوس چي محکمې پريکړه وکړه چي هغه کولای سي درونا بينول درمل استعفاده کړي، د ده د AOK بيمه مجبوره ده چي لگښت يې ورکړي.