1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جيمز: په افغانستان کي د ځواکونو شمېر مه کموی

۱۳۹۰ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

افغانستان کي د ايساف ځواکونو مرستيال، جنرال جيمز بکنيل، په يوه مرکه کي ويلي چي په هغه هيواد کي د بهرنيو ځواکونو د شمير کمول به د تيرو سلو کلونو لاس ته راوړني د کواښ سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/11R9M
برتانوي ځواکونه په هلمند کي د عملياتو پر مهال
برتانوي ځواکونه په هلمند کي د عملياتو پر مهالانځور: AP

نوموړي برتانوي جنرال دغه راز ويلي چي په افغانستان کي ميشوتو ايساف ځواکونو د پوځي اړخه ډير ښه ژمی تير کړی:

« د ايتلاف ځواکونو يو ښه ژمی تيرکړی. موږ بايد د هغه څه څخه چي په لاس مو راوړي ساتنه وکړو او اوسنی وضعيت په دوبي کي هم ټينګ وساتو.»

د جنرال جيمز په خبره په افغانستان کي ميشت انګليسي ځواکونه هغو منابعو ته چي اوس يي په لاس کي لري لږ تر لږه د 2012 کال تر مني پوري اړتيا لري ترڅو د ايساف ځواکونو د لاس ته راوړنو څخه ساتنه وکړي.

دغه انګليسي جنرال د ديلي تيليگراف ورځپاڼي سره په مرکه کي کواښ کوي چي پر ورستيولاس ته راوړنو سربيره، کيدای سي ځواکونه په راتلونکي کي د ډيري مرګ ژوبلي سره مخامخ سي:

«که ووايو چي ياغيان تر بل هر وخت ډير تر فشارلاندي دي دا به يوه سمه خبره وي. خو طالبان اوس تر بل هر وخت سخت او پياوړي بريدونه تر سره کوي. د دوی اصلي هدفونه به د هلمند او کندهار ولايتونه وي.»

د رواني مياشي په لومړيو کي د انګلستان لومړي وزير، ديويد کامرون، ويلي وه چي د افغانستان څخه به 450 انګليسي عسکر د 2011 تر پاي وباسي.

وروسته له هغي چي انګليسي جنرال په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د نه کميدو غوښتنه وکړه، د هغه هيواد د دفاع وزارت يو وياند وويل چي افغانستان لا اوس هم د انګلستان په لومړيتوبونو کي دی.

« زموږ پوځيان به تر هغه له دغو سيمو څخه ونه وزي تر څو هلته امنيت نه وي ټينګ سوی.»

که څه هم بهرني ځواکونه د افغانستان څخه وتلو ته چمتوالي نيسي خو طالبان د هري ورځي په تيريدو سره لا پياوړي بريدونه تر سره کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل