1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي په پنجشير کې د جګړو په اړه اندېښنه ښوولې ده

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

د افغانستان د پخواني ولسمشر د رسنيو دفتر په يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې ښاغلي کرزي په پنجشير کې د جګړو پر زياتيدو خواشيني ښوولې او په هېواد کې یې د «ورور وژني او وينې توېدنې» پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/4GyBe
Afghanischer Präsident Hamid Karzai
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

په دې خبر پاڼه کې د کرزي له نقل قوله زياته شوې ده چې دی جګړه د حل لاره نه ګڼي. نوموړي د جګړو د درېدو او د اوسنۍ شخړې د حل له پاره د خبرو اترو او تفاهم د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

کرزي د طالبانو له ادارې غوښتي چې د سولې او ثبات د تامین له پاره دې سملاسي د ملي بحث او ديالوګ زمینه برابره کړي.

حامد کرزی له هغو يو څو سياستوالو څخه دی چې د طالبانو له بيا واکمنۍ راهيسي په افغانستان کې پاتې دی. خو هغه منلې ده چې طالبانو ورته د خارجي سفرونو اجازه نه ده ورکړې.

په دې وروستيو ورځو کې په پنجشير کې د نښتو د زياتېدو د خبرو سره هم مهاله مقاومت جبهه او طالبان يو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې هم کوي.

کرزی: د شلو کالو لاسته راوړني له منځه نه دي تللي

په هغه انځورونو او ويديوګانو کې چې په ټولیزو رسنیو کې لاس پر لاس کیږي، ليدل کیږي چې طالبان د مقاومت جبهې پر يو شمير بندي جنګيالو فایرونه کوي.

د طالبانو پر دې کړنه د انتقادونو تر زياتيدو وروسته د دغه ډلې چارواکو ويلي دي چې دا پېښه به وڅيړي.

په دې وورستيو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) په يوه خبر پاڼه کې د هغه څه په اړه چې په پنجشير کې یې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه بللې ده، خپله ژوره اندېښنه ښوولې ده او په دې اړه يې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

ب. ص/ ن. ز