1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حنیف اتمر هم د ولسمشرۍ د کاندیتوب لپاره خپل نوم ثبت کړ

۱۳۹۷ دی ۲۸, جمعه

په داسې حال کې چې د ټاکنو کمیسیون د وینا له مخې ولسمشرۍ ته د کاندیدتوب د ثبت پروسې وروستې نیټه د یکشنبې ورځ ده، د افغانستان د امنیت شورا پخواني رئیس، حنیف اتمر هم په دغې پروسې کې خپل نوم ثبت کړ

https://p.dw.com/p/3BlzF
Afghanistan Sicherheitsspitze tritt zurück | Nationaler Sicherheitsberater Mohammad Hanif Atmar
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/A. Korotayev

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په هغه یو رپوټ کې چې له کابل څخه یې خپور کړی، راغلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني رئیس حنیف اتمر له ټاکنو کمیسیون سره ځان د ولسمشرۍ له پاره ثبت کړی دی. 

د ټاکنو د کمیسیون یوې ویاندې دویچه ویله ته وویل چې حنیف اتمرد «ولسمشرۍ د راتلونکې انتخاباتي مبارزه له پاره خپل ټیم اعلان کړ.» کبرا  رضايي وویل چې د هغه په ټیم کې « محمد یونس قانونی د لومړي مرستیال او حاجی محمد محقق د هغه د دوهم مرستیال» په توگه معرفي  شوي دي. هغه د خپل انتخاباتی ټيم نوم صلح او عتدال ایښی دی.»

یونس قانوني له دې مخکې د پخواني ولسشمر حامد کرزي په حکومت کې د یوې لنډې مودې  لپاره د هغه لومړی مرستیال ؤ. محمد محقق د افغانستان د ملی یووالي حکومت کې د اجرائیه ریاست مرستیال دی.

اتمر په کابل کې په یوه هوټل کې خپلو په سوونو پلویانو ته په وینا کې د خپل کاندیتوب اعلان وکړ.  په پام کې دي چې د ۲۰۱۹م کال د جولای مياشتي پر ۲۰ مه به د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره ټاکنې وشي.

د اسوشتید پرس په رپوټ کې یادونه شوې ده چې محمد اشرف غني هم ویلي دي چې هغه به ډېر ژر د ټاکنو له کمیسیون سره د ولسشمرۍ د ټاکنو له پاره ځان ثبت کړي. غني غواړي د دوهم ځل له پاره د افغانستان د ولسمشر په توگه وټاکل شي.  د ټاکنو د کمیسیون نوموړې ویاندې وویل چې اوسني ولسمشر غني هم « د ټاکنو معلوماتي بستې» ترلاسه کړي دي خو لا تر اوسه د نوم ثبتولو لپاره  کمیسیون ته نه دی راغلی.

اتمر له دې مخکې د غني د امنیت شورا رئیس ؤ. هغه تیرکال له دغې دندې څخه استعفاء وکړه. د پخواني ولسمشر کرزی په حکومت کې اتمر د کورنیو چارو وزیر تیر شوی دی.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د کاندیتوب د ثبت پروسه په داسي وخت کې روان ده چې د افغانستان د سولې او روغې جوړي له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړی استازي زلمی خلیل زاد په سیمه کې په دیپلوماتي هڅو لاس پری کړی، څو د افغانستان جگړې د پای ته رسولو له پاره د حل لاره پیدا کړي. په تیرو څو میاشتو کې خلیل زاد په قطر او متحدو عربي اماراتو کې د طالبانو له استازو سره ولیدل او له هغوی سره د سولې په هکله خبرې کړي دي.

اتمر له کاندیتوب څخه وروسته خپلو پلویانو ته په وینا کې پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي. په داسي حال کې چې طالبان له امریکا متحده ایالاتو سره خبرو اترو ته کښيني، خو تر اوسه پورې له دې څخه ډډه کوي چې له افغان حکومت سره په مستقیمه توگه خبرو اترو ته چمتو شي.