1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد د سيمي هيوادونو ته د سفر نوې لړۍ پيل کړه

۱۳۹۷ دی ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان ته په سفر سره د سيمې هيوادونو ته د سفرونو نوې لړۍ پيل کړه. خليلزاد به په دې ترڅ کې هند، چين او پاکستان ته هم سفرونه وکړی.

https://p.dw.com/p/3BDpJ
Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/S. Mizban

د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې زلمی خليلزاد به چې تيره اوونۍ یې په ابوظبۍ کې د طالبانو له استازو سره وليدل، په خپل دې سفر کې چې د جنورۍ تر ۲۱ پورې دوام کوي، افغانستان، چين، هند او پاکستان ته هم سفرونه وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي طالبانو تيره ورځ اعلان وکړ چي په قطر کي ئې له امريکايي استازو سره دوه ورځنی غونډه لغو کړې ده. پتېيل سوې وه چي نن د چهارشنبې په ورځ په قطر کي د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د افغانستان د سولي په اړه دوه ورځنۍ غونډه پيل شي.

د امريکا له پاليسۍ سره سم وزارت دا خبره نه کوي چې آيا هغه به بيا له طالبانو سره وگوري او که نه. خو ويل شوي دي چې هغه به «له افغان چارواکو او نورو ښکيلو اړخونو» سره وگوري.

په اعلاميه کې د خليلزاد له قوله راغلي: «د ټولو اړخونو له پاره د دې شخړي يوازنۍ حل لاره دا ده چې يو له بل سره کښيني او د متقابل احترام او زغم پر بسنټ د افغانستان پر سياسي راتلونکي يوه جوړ جاړي ته سره ورسيږي.»

خليلزاد لږ وروسته له هغه خپل دغه سفر پيلوي چې ولسمشر دونالد ترمپ داسې يوه اشارې ورکړې چې ښايي له افغانستانه د ۱۴۰۰۰ امريکايي عسکرو له جملې څخه تقريباً نيمايي بيرته وباسي.

زلمي خليلزاد چې د امريکا د پخواني ولسمشر جیورج ډبليو بوش د حکومت پر وخت يې په لوړو ديپلوماتیکو څوکيو کي کار کړی دی، تيره مياشت یې تر هغه وروسته چې طالبانو د افغان حکومت له استازو سره د ليدنې کتنې خبره رد کړه، سولې ته د دغه ډلې د ليوالتيا په هکله شکونه څرگندل.

تيره مياشت په ابوظبۍ کې له طالبانو سره د خليلزاد د خبرو اترو پر وخت د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي آماراتو استازي هم موجود ول. دا هغه درې هيوادونه دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت یې د هغوی حکومت په رسميت پيژندلی وو.

ويل شوي دي چې خليلزاد به هند او چين ته هم سفر وکړي. هند د افغانستان د حکومت يو نزدې متحد او د طالبانو دښمن دی. طالبانو د خپلې واکمنې پر وخت هندي ضد مليشو ته پناه ورکړې وه.

چين هم د «یوه کمربند يوه سړک» له پاليسۍ سره په سيمه کې د ځواک ترلاسه کولو په هڅه کې دی او د طالبانو مشرانو ته یې د خبرو اترو بلنه ورکړې ده. چين چې پخپله ايغوري مسلمان اقليت ځپي، غواړي د دغي پروژې له لارې په ټوله آسيا کې خپل تجارت ته وده ورکړي.