1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد شپږو هیوادونو ته سفر پیل کړ

۱۳۹۷ بهمن ۲۲, دوشنبه

د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرتوب یوه پلاوي د شپږ هیوادونو سفر پیل کړی دی چې د افغانستان د سولې بهیر ته ملاتړ جذب کړي.

https://p.dw.com/p/3D6r7
USA Zalmay Khalilzad Washington
انځور: AFP/J. Watson

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د دې سفر هدف «د افغانانو تر منځ د خبرو په موخه د ټولو اړخونو سره راټولول» ښوولی دی.

د بیانیې په حواله په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر او د سولي په چارو کې د واشنګټن اوسنی استازی زلمی خلیلزاد به د فيبروري میاشتې له ۱۰ نېټې څخه تر ۲۸مې پورې د دې پلاوي مشرتوب وکړي.

په دې ترڅ کې به دغه پلاوی بلجیم، آلمان، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته سفر وکړي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې خلیلزاد به د سفر په جریان کې له افغان حکومت سره مشورې وکړي.

په بیانیه کې د جګړې د ټولو اړخونو پر را ټولولو باندې ټینګار شوی دی او دا ښيي چې امریکا متحده ایالات اوس غواړي چې افغان حکومت هم د سولي خبرو په بهیر کې ښکیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تر اوسه پوري د طالبانو او امریکا د استازو تر منځ غونډو کې برخه نه ده لرله.

خلیلزاد د تیرې جمعې په ورځ وویل چې هیله لري د افغانستان د ولسمشرۍ له پاره تر انتخاباتو مخکي يوه تړون ته ورسيږي. انتخابات د روان ميلادي کال جولای مياشتي ته پلان شوي دي.