1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

خلیلزاد له طالبانو سره د غونډي معلومات ولسمشر غني ته ورکړل

۱۳۹۷ بهمن ۸, دوشنبه

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر ويلي دي چي د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کي له طالبانو سره د خبرو جزئيات له ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو سره شريک کړي دي.

https://p.dw.com/p/3CITp
Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
انځور: picture-alliance/AA/Afghan Presidency Press Office

د افغانستان د جمهوري رياست د دفتر له خوا د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري ۲۸مه) په خپره سوې اعلاميه کي د خليلزاد له قوله راغلي دي چي هغه له طالبانو سره د اوربند په اړه خبري کړي دي خو په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

په بیاینه کې همداراز ادعا شوې ده چې طالبانو په دغو مذاکراتو کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده، خو پر دې موضوع هم کوم توافق نه دی شوی.

تر اوسه پورې لا په دې اړخ خلیلزاد او په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت څه نه دي ویلي. په داسې حال کې چې پخپله خلیلزاد تیره اوونۍ ویلي ول چې له طالبانو سره یې په غونډه کې «مهم پرمختګ» کړی، داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په بیانیه کې هڅه شوې چې د غونډي لاس ته راوړنۍ تر پخوا کمې وښول شي.

په بیانیه کې دا هم راغلي دي چې ولسمشر غني له خلیلزاد او امریکا متحده ایالاتو څخه مننه کړې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د بیا پیلولو هڅې کوي.