1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد پاکستان ته د ترمپ تر ليک يوه ورځ وروسته سفر کړی

۱۳۹۷ آذر ۱۳, سه‌شنبه

د افغانستان کړکیچ ته د حل موندلو له پاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد اسلام آباد ته رسیدلی دی. په پام کې ده چې هغه به د خبرو اترو میز ته د طالبانو د راوستلو په موخه د پاکستان د سیاسي او پوځي مشرانو سره ملاقاتونه وکړي.

https://p.dw.com/p/39P3n
Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/S. Mizban

زلمی خليلزاد اسلام آباد ته د سه شنبې په ورځ(د ۲۰۱۸م کال د دسمبر۴) يوه ورځ وروسته له هغه رسيږي، چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته یو لیک استولی وو او د افغانستان د سولې په بهیر کې یي د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

په پام کې ده چې خلیلزاد به د افغانستان د جګړې له پاره د یوه سوله ایز حل موندلو په موخه د هڅو د زیاتیدو په برخه کې پر پاکستان سربیره افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بیلجیم، متحدو عربي آماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړي.

اسلام آباد وایي چې پر طالبانو لږ نفوذ لري، خو په افغانستان کې د سولې له پاره به خپل نقش ولوبوي.