1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او هسپانیې د «مهاجرینو د بیرته لیږد» پر سر توافق کړی

۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبه

د برلین او مادرید د حکومتونو ترمنځ د مهاجرینو د بیرته لیږد په هکله یو دوه اړخیز توافق شوی دی چې له مخې به یې آلمان ته راغلي مهاجرین بیرته هسپانیې ته لیږل کیږي. ټاکل شوې دغه تړون د روانې اګست میاشتې له ۱۱ نیټې عملي شي.

https://p.dw.com/p/32ptm
Spanien Flüchtlinge in Algeciras
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Moreno

د چهارشنبې په ورځ یعنې د اګست میاشتې په اتمه نیټه د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي چې د برلین او مادرید د حکومتونو ترمنځ په هسپانیا کې د ثبت شوو مهاجرینو د بیرته لیږد په برخه کې دوه اړخیزه توافق شوی دی. د آلمان په پلازمینه برلین کې د کورنیو چارو وزارت د ویاندې پیټرمن په حواله دغه توافق به درې ورځې وروسته یعنې د روانې اګست میاشتې له ۱۱ نیټې وروسته عملي شي. د کورنیو چارو وزارت دغې ویاندې د خپلو څرګندونو په ترڅ کې همدا راز روښانه کړه چې له آلمان څخه هسپانیا ته د مهاجرینو د بیرته لیږلو د توافق په ځواب کې د برلین حکومت هسپانیې ته کوم راز امتیازات نه دي منلي.

بل لوري ته بیا له اېټالیا او یونان سره هم د برلین د حکومت د ورته یوه توافق له پاره هڅې روانې دي. د اېټالیا او یونان له حکومتونو سره د برلین د مذاکراتو په ترڅ کې روم او اتن بیا له آلمان څخه غوښتي چې له آلمان څخه د مهاجرینو د اخراج په بدل کې باید برلین هم په خپله خاوره کې نورو مهاجرینو ته پناه ورکړي. تمه کیږي چې د اروپايي ټولنې د دغو دریو هیوادونو ترمنځ هم د مهاجرینو د بیرته لیږد په برخه په نږدې راتلونکې کې یو توافق رامنځ ته شي.

تر دې وړاندې د آلمان د صدراعظمې انګلامیرکل حکومت د آلمان له پولو څخه په نورو اروپايي هیوادونو کې د ثبت شوو مهاجرینو د بیرته لیږلو پر ځای د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو سره په ګډه د یوې حل لارې د رامنځ ته کولو هڅه کړې ترڅو دغې ستونزې ته یو جامع حل لار وموندل شي. د دغې موضوع پر سر د صدراعظمې میرکل او د هغې د کورنیو چارو د وزیر هورست زیهوفر ترمنځ شدید اختلافات هم رامنځ ته شوي وو.

Deutschland Bundestag Horst Seehofer
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

په عین وخت کې دا هم مهمه ده چې د ډبلین د قانون په رڼا کې د اروپايي ټولنې د حدودو په داخل کې پناه غوښتونکي هغه هیواد ته بیرته لیږل کیږي، په کوم چې یو مهاجر یا پناه غوښتونکي د لومړي ځل له پاره د پناه غوښتنه کړې وي. سربیره پر دې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو په ترڅ کې هغه مهال چې اروپايي ټولنه د مهاجرت له کړکیچ سره لاس او ګریوان وه، د دغه قانون عملي کیدل متوقف شوي وو. 

زموږ له آرشیف څخه: