1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پوځ افغان آلماني کارکونکي د جاسوسي په تور نیول شوی

۱۳۹۷ دی ۲۵, سه‌شنبه

د آلمان فدرالي څارنوالي د ایران استخباراتي ادارې له پاره د جاسوسۍ په شک د یوه کس پر ضد تحقیقات پیل کړي چې په پوځ کې یي کار کوه. ویل شوي دي چې دغه کس چې په افغانستان کې زیږیدلی په راینلند کې نیول شوی دی.

https://p.dw.com/p/3BakA
Bundeswehr Camp Marmal Masar-i-Scharif Afghanistan Abzug Deutschland Transportmaschine ISAF Truppe
انځور: picture-alliance/dpa

د تیر میلادي کال د دسمبر په شپږمه نیټه د دغه ۵۰ کلن افغان الاصله آلماني عبدالحمید س. د نیولو امر صادر شوی وو. په کارلزروهه کې څارنوالۍ ویلي دي چې عبدالحمید س. په هکله داسې شک موجود دی چې د ایران د استخباراتو له پاره یي کار کړی دی. پر هغه باندې تور دی چې د ایران د استخباراتو ادارې ته یي په احتمالي توګه معلومات ورکړي دي.

د کومو معلوماتو ورکولو شک موجود دی؟

د رپوټونو له مخې دغه کس د آلمان په اردو کې د ژبې اروزونکي او د سیمي د معلوماتي مشاور په توګه کار کوه. د څارنوالۍ په وینا «په دې موقف کې هغه د ایران استخباراتي ادارې ته معلومات ورکړي دي.»

نوموړی د سه شنبې په ورځ اړونده محکمې ته وړاندې کیږي. 

تر دې دمخه د «شپیګل آنلاین» په نوم مجلې د دغه قضیې په هکله رپوټ ورکړی وو. د شپیګل د رپوټ له مخې دغه کس «حساسو معلوماتو لکه په افغانستان کې د آلماني ځواکونو د ماموریت په اړه معلوماتو ته لاس رسی درلود.»

د شپیګل آنلاین په رپوټ کې زیاته شوې ده چې دغه کس ښايي له کلونو راهیسې د ایران د استخباراتو له پاره کار کړی وي.