1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د آلمان د ترهګرو د څار په نوملړ کې څوک شامل دي؟

۱۳۹۷ آذر ۲۳, جمعه

په فرانسه کې د وروستۍ ترهګرې پیښې مسئول د دغه هیواد «د لوړ امنیتي ګواښ په نوملړ» کې شامل وو. آلمان هم په سونو داسې کسانو څارنه کوي چې ترهګریز اقدامات کولای شي. دغه کسان څوک دي او چارواکي یې په تړاو کوم اقدامات کوي؟

https://p.dw.com/p/3A6qY
Privatsphären-Kunstaktion «Public Privacy #City
انځور: picture-alliance/dpa/D. Ebener

«بالقوه ترهګر» څوک دی؟

یو بالقوه ترهګر چې په آلماني ژبه ورته «Gefährder» یا «ګواښ رامنځ ته کوونکی» وایي داس یو کس دی چې کولای شي عامه امنیت ته ګواښ رامنځ ته کړي «که مشخص حقایق دا ګومان توجیه کوي چې دغه کس کیدای شي یو دروند جرم ترسره کړي».

دغه ګومان تر ټولو مخکې د هغو معلوماتو له مخي وي چې د آلمان استخباراتي ادارې، پولیس او امنیتي ادارې یې راټولوي.

هغه کسان چې یو بلقوه ګواښ رامنځ ته کوي تر هغه وخته پورې زندان ته نه شي اچول کیدای چې په یوه جرم تورن شوي نه وي. د آلمان د قانون له مخې یو کس یوازې د یوه جرم په صورت کې زندان ته استول کیدای شي، نه د ځانګړو مفکرو لرلو او یا د یوه بالقوه ګواښ رامنځ ته کولو له کبله.

دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د یوه ترهګر سازمان غړیتوب لرل هم یو جرم بلل کیږي. پر دې سربیره د یوه جرم ترسره کولو له پاره چمتوالی او یا له هغه سره مرسته کول چې دولت ګواښي، هم جرم دی.

په آلمان کې څومره کسان بالقوه ترهګر دي؟

د فرانسې د «Fiche-S» په نوملړ کې ۲۶۰۰۰ داسې کسان شامل دي چې امنیتي ګواښ رامنځ ته کولی شي. د فرانسې په څارنیز نوملړ کې شاملیدل د آلمان په پرتله آسانه دي.

د آلمان د جنایي پولیسو فدرالي ادارې په حواله د دغه هیواد د بالقوه ترهګرو په نوملړ کې ۷۷۴ تنه افراطي اسلامپاله کسان شامل دي چې له ډلې یې ۴۵۰ تنه همدا اوس په آلمان کې ژوند کوي. نور بیا له دې هیواده وتلي دي.

د آلمان چارواکي همداراز پر هغو کسانو باندې نظر ساتي چې افراطي اسلامپاله نه دي. د آلمان د جنایي پولیسو فدرالي ادارې له خوا په ترتيب شوي ليست کې، ۲۶ بلقوه ښی اړخي افرطیان چې ګواښ رامنځ ته کوي هم شامل دي.

خو په وروستیو کلونو کې د اسلامپاله بالقوه ترهګرو شمیر زیات شوی دی. په ۲۰۱۰م کال کې د آلمان د څار په نوملړ کې یوازې ۱۲۷ دغه ډول کسان شامل ول.

بالقوه اسلامپاله ترهګر څو ډوله دي؟

د آلمان د اساسي قانون د ساتنې ادارې په ۲۰۱۸م کال کې درې ډوله افراطي اسلامپاله بالقوه ترهګر په ډاګه کړي دي. لومړي هغه کسان چې په انفرادي توګه افراطي کیږي، دویمه ډله هغه کسان دي چې د نړۍ له جګړه ځپلو سیمو څخه په اصطیلاح تر «جهاد» وروسته بیرته آلمان ته ستیږي او دریمه ډله هغه ده چې د ترهګرو شبکو لکه داعش له خوا آلمان ته د عملیاتو په موخه استول کیږي.

د په انفرادي توګه افراطي کیدونکو کسانو پیژندنه او څارنه تر ټولو سخت کار دی. په ۲۰۱۷م کال کې د یوه فلسطیني وګړي له خوا په هامبورګ کې ترسره شوی برید همدا موضوع ثابته وي. دغه کس، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، په یوه مارکیټ کې یو کس په جاړه ووهه او څو تنه نور یې ټپیان کړل. که څه هم هغه په کومې ترهګرې ډلې پوري تړلی نه وو، خو وروسته يې بيا وویل چې دغه برید یې «له نړیوال جهاد سره د مرسته کولو په موخه» کړی.

آلمان بیا د داسې کسانو په اړه هم معلومات لري چې له آلمان څخه د جهاد کولو په موخه نورو هیوادونو ته تللې او بیا بیرته راستانه شوي وي. اټکل کیږي چې له ۲۰۱۳م کال راهیسې تر۹۶۰ ډیرو کسانو په سوریه کې د داعش تر واکمنۍ لاندې سیمو ته سفر کړی. د هغوی له ډلې څخه تر۳۰۰ ډیر یې بیرته آلمان ته راستانه شوي دي. چارواکي په ځانګړي توګه د هغو کسانو په اړه اندیښمن دي چې له هیواده بهر یې جنګي روزنې ترلاسه کړي دي.

افراطي اسلامپاله په آلمان کې څومره پراخ دی؟

آلماني چارواکي په عین حال کې هغه کسان څاري چې بالقوه ترهګرو ته نزدي دي او کیدای شي له هغوی سره د بیلګې په توګه د بریدونو په ترسره کولو کې لوژیستیکي مرستې وکړي.

د آلمان د کورني استخباراتو ادارې د ۲۰۱۷م کال یوه رپوټ په حواله ۲۵۸۱۰ تنه «بلقوه افراطي اسلامپاله ګړي» په آلمان کې موجود دي. د هغوی له ډلې څخه ۱۰۸۰۰ یې د سلفيانو په سازمانونو پورې تړلې دي.

سلفي ډلې له آلمان څخه دباندي د جهادیستانو په استولو کې ډیر نقش لري. نزدې ټول هغه کسان چې له دې هیواده بهر د جهاد له پاره تللي، په یو ډول له سلفيانو سره تړلي ول. آلماني چارواکو په ۲۰۱۶م کال د سلفيانو پر یوې ډلې چې «ریښتنی دین» نومیده، بندیز ولګاوه.

ایا مهاجر ګواښ رامنځ ته کولی شي؟

د آلمان د کورني استخباراتو ادارې ویلي دي چې داعش اروپا ته د مهاجرو د راتلو پر لاره خپل جنګیالي هم رالېږلي دي، څو بریدونه وکړي. دې سازمان دا هم ویلي دي چې داعش (اسلامي دولت) په آلمان کې د میشتو مهاجرو د جذبولو هڅه هم کوي. تر اوسه پورې په آلمان کې څلور داسې بریدونه شوي چې عاملان یې پناه غوښتونکي ول: برلین، هامبورک، انسبخ او ورڅبورگ کې.

آلماني چارواکي له بالقوه ترهګرو سره څرنګه چلن کوي؟

آلماني چارواکي هر بالقوه ترهګر په انفرادي توګه ارزوي. دا چې کوم تدابیر نیول کیږي، د ارزونې په پایلو پورې تړاو لري. که څه هم د آلمان پولیس د خپلو اقداماتو په اړه معلومات نه شریکوي، خو دا روښانه ده چې هغوی کولی شي دغو کسانو ته خبر ورکړي چې تر څار لاندي دي، د څار په برخه کې له پرمختللې تکنالوژۍ کار واخلي او آن پریکړه وکړي چې یو کس ټول وخت د پولیس تر څار لاندي وي.

خو د یوه کس د بشپړي څارنې له پاره د ۲۵ او ۳۰ تر منځ پولیسو ته اړتیا شته او د آلمان امنیتي ادارې دومره کارکوونکي نه لري چې ډیر کسان په دې توګه وڅاري. نو له همدې کبله له دې تخنیک څخه په ډیرو کمو مواردو کې کار اخیستل کیږي.

متیاس فون هاین/ م.ج